پينځلاسام ساباق
عيسیٰ دې پيلاتوس په حضور کې
(متي ۲۷:۱-۲،۱۱-۱۴ او لوقا ۲۳:۱-۵ او يوحنا ۱۸:۲۸-۳۸)
۱ستر واختي مشرونې امامونې دې قومي مشرونې او دې شريعت دې عالمونې او دې شورا نورې ټولې غړيې سره يوه غونډه جوړه کړه او يوه پريکړه يې وکړه. يغې عيسیٰ په زنځيرينه وتوړه او راون يې که او پيلاتوس ته يې ويرکه. ۲پيلاتوس دې يغ نه پشتنه وکړه، ”ايا ته دې يهوديونې بادشا يې؟“عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ته په خپله يائې.“ ۳مشرونې امامونې په يغ بندې ډير زيوت توماتينه ولګاول، ۴بيا پيلاتوس دې يغ نه بيا پشتنه وکړله، ”ايا دې تو سره ايڅ څه ځاوب نشته؟ کسه دئ په تو بندې څومره زيوت توماتينه لګاوي.“ ۵خو عيسیٰ ځاوب وير نه که، بيا په داغا بندې پيلاتوس حيرون شه.
په عيسیٰ بوندې دې اعدام حکم
(متي ۲۷:۱۵-۲۶ او لوقا ۲۳:۱۳-۲۵ او يوحنا ۱۸:۳۹ - ۱۹:۱۶)
۶پيلاتوس و دې فسحې په ار اختر کې دې خالکې په غوشتنه يو باندي ازوده و. ۷په اغا وخت کې يو ساړائي چې نوم يې باراباس و او دې باغيونې سره يې دې اله ګولې په وخت کې يو ساړائي قاتل کړائي و باندي و. ۸خالک پيلاتوس ته ويرراغلل او دې يغ نه يې وغوشتل چې دې ميژ دې پوره اغا کور وکه لکه څرنګې چې ار وخت دې په اختر کې که. ۹پيلاتوس دې يغې نه پشتنه وکړه، ”ايا توسې غوړئي چې دې يهوديونې بادشا درته روخلوص کمه؟“ ۱۰دې ځکه چې پيلاتوس په دا پئيده چې مشرونې امامونې دې بخيلئ دې اماله عيسیٰ اغا ته په لوس وير کړائي دائي. ۱۱خو مشرونې امامونې خالک روچګ کړل چې دې پيلاتوس نه دا وغوړي چې دې عيسیٰ په ځوئي ورته باراباس ازود کو. ۱۲پيلاتوس يورې بيا يغې ته وويل، ”نو بيا دې يغ ساړي سره چې توسې ورته دې يهوديونې بادشا يايئ زه څه وکمه؟“ ۱۳يغې بيا سيرې کړلې، ”اغا په صليب بندې لاک کئ.“ ۱۴پيلاتوس دې يغې نه پشتنه وکړه، ”ويلې، يغ څه جرم کړائي دائي؟“خو يغې سيرې نورې هه زيوتې کړلې، ”اغا په صليب بندې لاک کئ.“ ۱۵پيلاتوس غوشتل چې خالک خواشول کو، بيا باراباس يې ورته ازود که. بيا يې حکم وکه چې عيسیٰ په کوړې بندې ووايئ او اغا دا عسکر ته ويرکو چې په صليب بندې يې لاک کو.
عسکر په عيسیٰ بوندې مالانډې وائي
(متي ۲۷:۲۷-۳۱ او يوحنا ۱۹:۲-۳)
۱۶عسکرې عيسیٰ دې ننه دې والي موڼئ ته بوته او ټول کنډک يې روټول کړل. ۱۷يغې عيسیٰ ته ارغوني چوپانه وير وغاستله او دې اغزئي تاج يې وير په سار که. ۱۸بيا يې يغ ته سالومي کړله، ”ژواندائي دا وي دې يهوديونې بادشا.“ ۱۹اغا يې په لارګي بندې په سار سار وويه او لياړې يې په توئي کاولې او دې يغ په مخکې په ګينډې شول چې دا وير وشائي چې دراناوائي يې کو. ۲۰کله چې يغې مالانډې وال باس کړل، بيا يې اغا ارغوني چوپانه ځنې وياستله او خپلې جومې يې ورته په واپس وير وغاستلې. بيا يې اغا دې ورچانې بوته چې په صليب بندې يې لاک کي.
عيسیٰ په صليب بوندې ټاک والل کيژي
(متي ۲۷:۳۲-۳۴ او لوقا ۲۳:۲۶-۴۳ او يوحنا ۱۹:۱۷-۲۷)
۲۱دئ په ليار کې دې شمعون په نوم بندې دې يو ساړي سره چې دې کليولې سيمې نه شار ته رارون و، مخومخ شول. عسکرې اغا مجبور که چې دې عيسیٰ صليب يوسي. (شمعون دې قيروان نه و او دې سکندر او روفس پلور و.) ۲۲يغې بيا عيسیٰ اغا ځوئي ته بوته چې دې جلجتا په نوم يودې ده چې معنی يې دې ”سار کاپارئي“دو. ۲۳يغ ته يې داسې شاروپ ويرکړل چې دې مرکنډ په نوم يوه دوئي په کې ګاډه شويې وه، خو يغ ونه تشل. ۲۴بيا يغې عيسیٰ په صليب بندې ټاک ويه او خلائي يې وکه او دې يغ جومې يې په خپل ميانځ کې سره وويشلې چې کيم شائي پکې دې چا شي. ۲۵دې ګائيز نه باجې وې چې اغا يې په صليب بندې لاک که. ۲۶په اغا بندې لګاول شوائي تومات چې په يوه تاخته بندې داسې ليکل شوائي و، ”دې يهوديونې بادشا.“ ۲۷دې يغ سره يې دوه ليارشيکاونکي هه په صليب بندې ټاک والل، يو يې دې يغ شي لوس ته او بل يې کيڼ لوس ته و. ۲۸[په داغا رانګ دې پيغمبرونې اغا ليکنې پيرا شوې چې يائې، ”اغا په بد کورينې کي وشميرل شه.“] ۲۹څوک و چې په ليار کې تيرېدل بيا و يې خپل سرينه خيځاول، عيسیٰ ته و يې زياړې کړلې او ويل و يې، ”واه، تو غوشتل چې بيت المقدس ړانګ کې او بيا و يې په درې وريځې کې په څټ جوړ کې، ۳۰ويس دې خپل ځون وژغوره او دې صليب نه رو کيز شه.“ ۳۱په دغه رانګ مشرونې امامونې او دې شريعت عالمونې و په خپل ميانځ کې په يغ بندې مالانډې واللې او ويل و يې، ”يغ نور خالک ژغورل، خو ويس خپل ځون نه شي ژغورلائي. ۳۲پرې يې ژدئي چې مسيح دې اسرائيلې بادشا ويس دې صليب نه رو کيز شي ترڅو ميژ اغا وويني او ايمون په روري.“يغې دوې کاسونې چې دې عيسیٰ سره په صليب لاک کړل شوي وي هه يغ ته زياړې کړلې.
دې عيسیٰ مارګ
(متي ۲۷:۴۵-۵۶ او لوقا ۲۳:۴۴-۴۹ او يوحنا ۱۹:۲۸-۳۰)
۳۳دې غارمې دې دولاس باجې نه دې مسپيشين دې درې باجې پوره په ټول وطن کې تياره روړانګه شوله. ۳۴او په درې باجې عيسیٰ په چګ اووز سيره وکړه، ”ايلي، ايلي، لما سبقتني؟“چې معنی يې دو، ”اې دې مو خدايه، اې دې مو خدايه، زه دې ويلې پريشومه؟“
۳۵ځنې خالک چې وولته نژدې ويلوړ وي دا يې وورويدل او ويې ويل، ”وکسئ، اغا الياس نبي ته سيرې ويرکو.“ ۳۶دې يغې نه يو کاس منډه کړل او يو سوپنج يې په تروه شاروپ کې ليمند که او اغا يې بيا دې لارګي په سار کشياش او عيسیٰ ته يې ويرکه چې ويې تشي او ويې ويل، ”صابر وکئ. پريژدئي چې وويني چې الياس نبي روڅي که نه، چې اغا دې صليب نه رو کيز کو.“ ۳۷بيا عيسیٰ يوه سيره وواله او سياه يې وخاتله. ۳۸دې بيت المقدس پاړده دې سار نه تر بيخ پره وشيکدله او دوې ټوټې شوله. ۳۹کله چې اغا رومي واکمن چې عيسیٰ ته مخومخ ويلوړ و وليدل چې يغ څرنګې سياه ويرکړله بيا يغ وويل، ”داغا ساړائي په رشتيا دې خدائ زيائي و.“
۴۰په يغ ځوئي کې يو څو شځې هه وې چې دې لرې نه يې کاتل. په اغا کې مريم چې دې مجدليې دې شار نه وه او مريم دې کشر يعقوب، يوشا او سالومې مور وه. ۴۱چې کيم وخت عيسیٰ په جليل کې و بيا و دا شځې وير سره ملګريې وې او خذمات و يې ورته که. ډيرې نورې شځې چې دې يغ سره يروشلم ته روغليې وې هه په اغا ځوئي کې وې.
دې عيسیٰ شخاول
(متي ۲۷:۵۷-۶۱ او لوقا ۲۳:۵۰-۵۶ او يوحنا ۱۹:۳۸-۴۲)
۴۲دا دې جيمې وريځ وه يعني دې سبت نه يوه وريځ مخته دې اختر دې پوره دې تايورئي نيولې وريځ وه. څرنګې چې لماشوم شه، ۴۳يوسف چې دې رامه دې شار نه و او دې شورا يو عزت ماند غړائي و او دې خدائ دې بدشايئ دې روتللې انتظار يې که، په پياوړتوب سره پيلاتوس ته ويراغائي او دې عيسیٰ مړائي يې ځنې وغوشته. ۴۴کله چې پيلاتوس خبر شه چې عيسیٰ مړ شوائي دائي بيا اغا حيرون شه. يغ دې عسکر واکمن روغوشته او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ايا اغا مړ شوائي دائي؟“ ۴۵کله چې پيلاتوس دې يغ واکمن دې طاراپ نه خبر شه چې عيسیٰ دې وخته مړ شوائي دائي، بيا يې يوسف ته اجازات ويرکه چې اغا مړائي يوسي. ۴۶بيا يوسف دې کتان کافن رو وخست، دې عيسیٰ مړائي يې دې صليب نه روکيز که، په اغا کې يې بادال که او په يوه قبر کې چې په يوه تيژه کې کندلائي شوائي و کشياش. بيا يې يوه غوټه تيژه دې غور خوله ته رو وتيلاوله. ۴۷مريم مجدليې او دې يوشا مور مريم وليدل چې دې عيسیٰ مړائي يې په کيم ځوئي کې يشائي دائي.