پينځام ساباق

 

عيسیٰ يوه پيريونې نيولي ساړي ته شفا ويرکاوي

(متي ۸‏:‌۲۸‌‏-‌۳۴ او لوقا ۸‏:‌۲۶‌‏-‌۳۹)

۱عيسیٰ او شاګردون يې دې داريوب بله غوړه ته دې جدريان سيمې ته لوړل. ۲کله چې عيسیٰ دې کشتئ نه روکيز شه، بيا وولته دې يوه پيريونيې نيولي ساړي سره چې دې اديرې نه رواتلائي و، مخومخ شه. ۳اغا په اديره کې پنډيده او ايچا نه شول کړائي چې اغا په زنځيرينه کې وتاړي او روويسور يې کو. ۴ځکه چې څو څو ووره يې دې يغ په پشې او په لوسينه کې ځلوانې او زنځيرينه اچاولي وي، خو ار وور يې زنځيرينه پريکاول او ځلوانې يې موتې کړيې وې او داس زوراوار ساړائي نه و چې اغا يې نيولائي وائي. ۵اغا و شپه او وريځ په قبرينه او غرينه کې ګرځيده او ار وخت و يې سيرې کړلې او خپل ځون و يې په تيژې خوژوو. ۶کله چې يغ ساړي عيسیٰ دې لرې نه وليده بيا منډه يې کړل او دې يغ په پشې کې ولويده ۷او په چګ اووز يې سيرې وواللې، ”اې عيسیٰ، اې دې خدائ تعالی زامنه! دې مو سره څه چار لرې؟ دې خدائ په خاطر مو مه په غضاب کوه.“ ۸دا دې ځکه چې عيسیٰ يغ ته ويلي وي، ”اې پيريه، دې دغ ساړي نه رو ووځه.“ ۹بيا عيسیٰ دې يغ نه پشتنه وکړه، ”دې تو نوم څه دائي؟“يغ ځاوب ويرکه، ”دې مو نوم لشکر دائي، دې ځکه چې دې ميژ شمير زيوت دائي.“ ۱۰يغ عيسیٰ ته بيا ډير ميناتينه وکړل چې اغا دې يغې سيمې نه ورړل نه کو.

۱۱په اغا وخت کې وولته په غونډي کې دې خنزيرونې يوه ستره رامه څاړله. ۱۲بيا پيريونې عيسیٰ ته ميناتينه وکړل، ”ميژ خنزيرونې ته ولاژه او اجازات روکه چې اغا کې ويرنناوځي.“ ۱۳عيسیٰ اغي ته اجازات وير کړي او پيريون دې يغ ساړي نه وواتل او په خنزيرونې کې ويرنناوتل. ټوله رامه چې نژدې دوه زره خنزيزونې مول و، په منډه دې کمر دې غوړې نه داريوب ته ولويدل او ډيب شول. ۱۴دې خنزيرونې سوتينکي وتشتيدل او دا خبر يې دې شار او ايلې دولې کلي سيمې خالک ته وراسوه. خالک دې شار نه وواتل تر څو څه چې پيش شوي وي، وويني. ۱۵کله چې اغا عيسیٰ ته روغلل او اغا ليوانائي چې ډير پيريون وي پکې، وليد چې جومې يې وغستيې وې او موغزه يې په څټ شه شوي وي او وولته نوست و، بيا اغا وډاريدل. ۱۶کيمې خالکې چې دا پيشه ليدليې وه او داغا پيريونې نيولي ساړي او دې رامې سره چې څه شوي وي اغا يې نور خالک ته وويل. ۱۷بيا يغې خالکې عيسیٰ ته ميناتينه وکړل چې دې دئ دې سيمه نه لوړ شي. ۱۸کله چې عيسیٰ کشتئ ته لاکيده بيا يغ ساړي چې مخته پيريونې نيولائي و، عيسیٰ ته مينات وکه چې اجازات ورته ويرکو چې ورسره لوړ شي. ۱۹خو عيسیٰ يغ ته اجازات نه که وير او ورته وې ويل، ”په څټ خپل کير او خپلې کورانۍ ته لوړ شه او اغا ته ويايه چې تيشتن دې تو دې پوره څومره غوټه چار وکړله او څرنګې يې په تو بندې راحم وکه.“ ۲۰اغا ساړائي لوړ شه او څه چې عيسیٰ دې يغ دې پوره کړي وي دې يغې په حق کې يې دې دکاپولس په سيمه کې ټول خالک خبر کړل او اغا ټول حيرون شول.

 

يوې شځې ته شفا ويرکاول او دې مړې جلکئ روژواندي کاول

(متي ۹‏:‌۱۸‌‏-‌۲۶ او لوقا ۸‏:‌۴۰‌‏-‌۵۶)

۲۱کله چې عيسیٰ يورې بيا په کشتئ کې دې داريوب بلې غوړې ته پورې ووت، بيا وولته دې داريوب په غوړه ګاڼ شمير خالک په روبادال شول. ۲۲بيا دې عبادتخانې يو مشر چې يايروس نوميده روغائي او کله چې يغ عيسیٰ وليده بيا يې په پشې کې ولويده، ۲۳ډيره زوري يې ورته وکړه او ويې ويل، ”دې مو واړيکي لير دې مارګ په حال کې دو. راحم وکه روشه او خپل لوس په اغا بندې کشيژده چې روغا شي او ژواندائي پوتې شي.“ ۲۴بيا عيسیٰ دې يغ سره لوړ شه.

ګاڼ شمير خالک ورسره راون شول او دې ارې خو نه خالک په روغونډ شول. ۲۵په اغا کې يوه شځه وه چې دې دولاسې کولې نه دې وينې بائيدلې په بيمورئي ووخته وه. ۲۶اغا دې ډيرې طبيبونې دې علاج دې لوسه په تکليف شويې وه او ار څه چې يغې لارل اغا يې ولګاول، خو دې دغې په ځوئي چې شه شي اغا نوره هه خاروپيدله. ۲۷يغې دې عيسیٰ په حق کې دې خالکې خبرې ارويدليې وې، بيا په ګاڼه ګيڼه کې دې څټ دې طرفه روغله او دې عيسیٰ پيڅه ته يې لوس ويراړ. ۲۸يغې دې خپل ځون سره وويل، ”که زه خالي دې يغ جومې ته هه لوس ويرمه بيا و شه شمه.“ ۲۹څرنګې چې يغې دې يغ جومې ته لوس ويراړ بيا په مخ يې وينه ودريدله او په ځون پوئي شوله چې رانځ يې شه شوائي دائي. ۳۰په اغا وخت کې عيسیٰ پوئي شه چې دې يغ نه يو قوات رو واووت. يغ دې خالکې ګاڼې ګيڼې ته مخ رووړو او ويې ويل، ”چا دې مو جومې ته لوس ويراړ؟“ ۳۱شاګردونې يې ورته وويل، ”ته وينې چې څرنګې خالک دې تو ايلې دولې روغونډ شوي دي او بيا يائې چې چا لوس رواړ؟“ ۳۲خو عيسیٰ ايلې دولې وکاتل چې وکسي دا چار چا کړيي دو. ۳۳خو اغا شځه پوئي شوه چې څه په شوي دي، بيا دې ډور نه تريدله، روغله او دې يغ په پشې کې ولويدله او ټول حال يې ورته ووييه. ۳۴عيسیٰ يغې ته وويل، ”ليرې، ته خپل ايمون روغا کړې. په خير لوړه شې او دې تل دې پوره دې دغ رانځ نه خلوصه شې.“

۳۵عيسیٰ ليا خبرې کړلې چې دې عبادتخانې دې مشر يايروس دې کير نه څو کاسون روغلل او ويې ويل، ”دې تو لير مړه شوه. نور ويلې ايستوذ ته تکليف وير کاوې؟“ ۳۶عيسیٰ دې يغې خبرې ته غوژ نه ونيوه او دې عبادتخانې مشر ته يې وويل، ”مه ډاريژه، ګوشائي ايمون ولاره.“ ۳۷بيا اغا دې پطروس، يعقوب او دې يعقوب ورور يوحنا نه اسې بل چاته اجازات نه کړلې وير چې دې يغ سره لوړ شي. ۳۸کله چې اغا دې عبادتخانې دې مشر کير ته وراسيدل، عيسیٰ دې ويرجنې خالکې يوه ډاله وليدله او ويې ليدل چې په سيرې سيرې يې ژاړل او وونګيلي يې کړل. ۳۹بيا عيسیٰ دې ننه ويراغائي او اغا ته يې وويل، ”توسې ويلې دا ګوړنج او شور جوړ کړائي دائي او ژاړو کئ؟ جلکئ مړه نه دو بلکې ووده دو.“ ۴۰خو يغې ويرپورې وخاندل. عيسیٰ اغا ټول دې کير نه وياستل او دې جلکئ مور او پلور او خپل درې شاګردون يې دې ځون سره کړل او اغا کوټه ته وير نناواتل چې جلکئ په کې پروته وه. ۴۱عيسیٰ جلکئ په لوس ونيوله او ورته ويې ويل، ”طليتا قومي“يعني ”اې جلکئ، توته يايمه رو چګا شه.“ ۴۲جلکئ په مخ روچګا شوله او راونه شوله. اغا دې دولاس کولې وه. په داغا کور اغا ډير حيرون شول. ۴۳خو عيسیٰ اغا ته په کلاکه حکم وکه چې په دا بندې ايڅوک نشي خبر او اغا ته يې وويل، ”اغې ته څه شائي ويرکئ چې ويې خوري.“

Sorry, no results.
Please try another keyword