دوام ساباق
عيسیٰ شيال ساړي ته باخشنه او شفا ويرکاوي
(متي ۹:۱-۹ او لوقا ۵:۱۷-۲۶)
۱څو وريځې ورستې کله چې عيسیٰ په څټ کپرناحوم ته لوړ شه بيا خالک خبر شول چې اغا په کير کې دائي. ۲وولته دامره ډير خالک رو جامع شول چې نور ځوئي نه وه، دې دامره پوره چې دې کير دې دروزې مخته هه ځوئي پوتې نه شه او عيسیٰ اغي ته دې خدائ دې کلام تبليغ که. ۳په داغا وخت کې څالورې کاسونې يو شيال ساړائي روچګ کړائي و او عيسیٰ ته يې رواست. ۴خو دې ډيرې ګاڼې په واجه يې ونه شول کړائي چې عيسیٰ ته ويرنژدې شي بيا اغا دې يغ کوټې چات چې عيسیٰ په کې و، بژا که او په اغا ووت کې يې اغا شيال ساړائي په بيشتاره کې وير کيز که. ۵کله چې عيسیٰ دې يغې ايمون وليده، بيا اغا شيال ساړي ته يې وويل، ”زامنه، دې تو ګونائينه باخش شول.“ ۶په يغ ځوئي کې دې شريعت يو څو عالمون نوست وي، يغې دې خپل ځون سره وويل: ۷”دا ساړائي ويلې داسې خبرې کو؟ اغا خو کفر يائي. ايا بې دې خدايه څوک کړائي شي چې ګونائينه وباخشي؟“ ۸عيسیٰ په مخ په پوئي شه چې دې يغې په زړه کې څه دي. بيا اغا ته يې وويل، ”توس ويلې په خپل زړينه کې داسې فکرينه کئ؟ ۹کيمه خبره ارزونه دو چې دا شيال ساړي ته ويايمه: ’دې تو ګونائينه باخش شول‘ يا دا چې ويايمه: ’چګ شه خپله بيشتاره ووخله او وګرځه؟‘ ۱۰خو زه و توس ته ثابته کمه چې دې انسان زيائي دې منځکې په مخ دا واک لري چې ګونائينه وباخشي.“بيا اغا شيال ساړي ته يې وويل: ۱۱”زه توته يايمه چګ شه، بيشتاره دې ووخله او کير ته لوړ شه.“ ۱۲اغا چګ شه او په داس حال کې چې ټولې ورته کاتل، زر يې خپله بيشتاره ووخستله او راون شه. بيا اغا ټول حيرون شول او دې خدائ ثنا يې وويله. يغې وويل، ”داس کور ميژ ايڅ کله نه و ليدلئ.“
عيسیٰ يو ټيکس ټولا وينکي ته بالنه ويرکاوي
(متي ۹:۹-۱۳ او لوقا ۵:۲۷-۳۲)
۱۳عيسیٰ يورې بيا دې داريوب غوړه ته لوړ شه، ګاڼ شمير خالک ورته روغلل او يغ ورته تعليم شيري که. ۱۴کله چې اغا په ليار راون و بيا دې حلفي زيائي لاوي يې وليده چې دې ټيکس ټولاولې په ځوئي کې نوست و. عيسیٰ يغ ته وويل، ”په مو پسې روڅه.“بيا لاوي رو چګ شه او په يغ پسې راون شه.
۱۵بيا عيسیٰ دې لاوي په کير کې وولمه شه. ډير ټيکس ټولاوينکي او نور ګونانګورون چې دې عيسیٰ ليارتلينکی شوي وي هه دې عيسیٰ او دې يغ شاګردونې سره دسترخوان ته نوست وي. ۱۶کله چې دې شريعت ځنې عالمونې چې دې فريسيونې دې ډالې نه وي وليدل چې عيسیٰ دې ټيکس ټولاوينکي او نور ګونانګورونې سره ماړئي خوري بيا دې يغ شاګردون ته يې وويل، ”اغا ويلې دې ټيکس ټولاوينکي او ګونانګورونې سره ماړئي خوري؟“ ۱۷عيسیٰ دا خبره وورويدله او اغا ته يې وويل، ”روغ خالک طبيب ته ضرورات نه لري بلکې بيمورون ورته ضرورات لري. زه دې دغې دې پوره نه يمه روغلائي چې پرهيزګورون رو ووبولمه، بلکې ګونانګورون رو ووبولمه.“
دې ريژې په حق کي پشتنه
(متي ۹:۱۴-۱۷ او لوقا ۵:۳۳-۳۹)
۱۸په يوه وخت کې چې دې يحيیٰ شاګردونې او فريسيونې ريژه نيولې وه، بيا ځنې خالک عيسیٰ ته روغلل او دې يغ نه يې پشتنه وکړه، ”ويلې دې يحيیٰ شاګردون او دې فريسيونې شاګردون ريژه نسي خو دې تو شاګردون ريژه نه نسي؟“ ۱۹عيسیٰ ورته وويل، ”ايا دا کيدائي شي چې دې زيم ملګري دې په داسې حال چې زيم ورسره وي ريژه ونسي؟ دې شک نه وره چې نه، اې يغې پوره چې زيم دې يغې سره وي، اغا نشي کړائي چې ريژه ونسي. ۲۰خو داس وخت و روشي چې زيم و دې دئ نه بوتلل شي بيا و په اغا وخت اغا ريژه ونسي. ۲۱ايڅوک په زاړې جومې بندې نوائي پيواند نه لګاوي، که داس وکو بيا و اغا پيواند دې زاړې جومې نه وشيکيژي او دې مخه نه و هه يو ستر سروائي پکې جوړ شي. ۲۲ايڅوک تازه شاروپ په زړه غړکه کې نه اچاوي. که چيرې يې داسې وکړل بيا شاروپ و اغا غړکه وشيکاوي او شاروپ او غړکه دواسره و دې ميانځ نه لوړ شي. پچار دو تازه شاروپ په نوي غړکه کې ووچاول شي.“
دې سبت دې وريځې په حق کې پشتنه
(متي ۱۲:۱-۸ او لوقا ۶:۱-۵)
۲۳دې سبت په يوه وريځ عيسیٰ دې غانمې په پاټيون بندې تيريده بيا شاګردونې يې دې غانمې دې وژي په شيکاول شيري وکړه. ۲۴فريسيونې يغ ته وويل، ”کسه، دې تو شاګردون ويلې داسې کور کو چې دې سبت په وريځ راو ندائي؟“ ۲۵عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ويلې توس دا ندي ويلي کله چې داود او دې يغ ملګري وژي شوي وي او دې خواروک دې پوره ايڅ نه وي ورسره، بيا يغ څه وکړل؟ ۲۶اغا څرنګې دې ستر امام ابياتار په زمونه کې دې خدائ کير ته وير نناوت او اغا پوکه ماړئي چې دې امامونې نه وره بل چاته راوو نه وه وخواړله او خپل ملګريې ته يې هه ويرکړه.“ ۲۷بيا عيسیٰ دئ ته وويل، ”دې سبت وريځ دې انسان دې پوره پيدو شوې دو، نه انسان دي سبت دې وريځې دې پوره. ۲۸ځکه چې دې انسان زيائي دې سبت دې وريځې خاوند هه دائي.“