شلام ساباق
دې عيسیٰ دې اختيار په حق کې پشتنه
(متي ۲۱: ۲۳ - ۲۷ او مرقوس ۱۱: ۲۷ - ۳۳)
۱يوه وريځ کله چې عيسیٰ په بيت المقدس کې خالک ته تعليم ويرکاوه او زرائي يې ورته اعلانوه، مشرون امامون او دې شريعت عالمون دې نورې يهودي مشرونې سره روغلل ۲او اغا ته يې وويل، ”ته څه حق لرې چې دا کورينه کې؟ چا توته دا اختيار دير کړائي دائي؟“ ۳عيسیٰ اغا ته په ځاوب کې وويل، ”زه هه دې توس نه يوه پشتنه کمه، موته ويايئ چې ۴دې يحيیٰ بپتسمه ويرکاول دې خدائ دې طاراپ نه وه ليا دې انسان دې طاراپ نه؟“ ۵يغې په خپل ميانځ کې باحث وکه او ويل يې، ”که چيرې ويائي چې دې خدائ دې طاراپ نه وه، بيا و اغا ويائي چې بيا توس ويلې په يغ بندې ايمون نه رواړ؟ ۶خو که چيرې ويائي چې دې انسان دې طاراپ نه وه، بيا ټول خالک و ميژ سنګسار کو، دې ځکه چې اغا په دا عقيده دي چې يحيیٰ پيغمبر و.“ ۷بيا ځاوب يې ويرکه، ”ميژ نه پئيژي چې دې کيم ځوئي نه وه.“ ۸عيسیٰ اغا ته وويل، ”زه هه توس ته نه يايمه چې په کيم اختيار دا کورينه کمه.“
دې انګيرې دې بوغ او باغبونې مثال
(متي ۲۱: ۳۳ - ۴۶ او مرقوس ۱۲: ۱ - ۱۲)
۹بيا عيسیٰ خالک ته دا مثال رواړ، ”يوه ساړي دې انګير بوغ جوړ که او اغا يې باغبونې ته په اجاره ويرکه او په خپله دې وژده وخت دې پوره يو بل وطن ته لوړ شه. ۱۰کله چې دې انګيرونې دې روټولاولې وخت روراسيده، بيا يغ خپل يو نيکار زميندورونې ته ويرولوژه چې دې بوغ دې حاصلاتې نه دې يغ برخه روري. خو زميندورونې اغا وويه او تش لوس يې په څټ ولاژه. ۱۱بيا يغ بل نيکار ولوژه، خو زميندورونې اغا هه وويه، اغا يې بې عزته که او تش لوس يې په څټ ولوژه. ۱۲بيا يې درام نيکار ويرولاژه، خو اغا يې هه زاخمي که او دې ورچانې يې سنړ ويه. ۱۳دې بوغ خاوند دې خپل ځون سره وويل: ’ويس څه وکمه؟ زه و خپل ګرون زيائي ويرولاژمه، کيدائي شي چې دې يغ لحاظ وکو.‘ ۱۴خو کله چې زميندورونې اغا وليده بيا يې يو بل ته سره وويل: ’دا يې وارث دائي. روڅئ چې مړ يې کي، بيا ميروث و يې دې ميژ شي.‘ ۱۵بيا اغا يې دې انګيرې دې بوغ نه دې ورچانې ويوست او ويې ويژنه.“
عيسیٰ پشتنه وکړه، ”دې بوغ خاوند و ويس دې يغې سره څه کو؟ ۱۶اغا و روشي او دا زميندورون و وويژني او دې انګيرې بوغ و نور ته ويرکو.“ کله چې خالکې دا ورويدل، بيا ويې ويل، ”خدائ دا نه کو.“ ۱۷عيسیٰ اغا ته په ځير سره وکاتل او پشتنه يې وکړه، ”بيا دې زبور دې کيتوب دې دغې برخې معنی څه دو؟
’کيمه تيژه چې راد کړيې خاټګرې وه
اغا ويس شوه اصلي تيژه دې بيزل.‘
۱۸ار څوک چې په دا تيژه رو ولويژي بيا ټوټې ټوټې و شي او که اغا تيژه په چا بندې رو ولويژي، بيا اغا و زرې زرې کو.“
دې ټيکس ويرکاولې په حق کې پشتنه
(متي ۲۲: ۱۵ - ۲۲ او مرقوس ۱۲: ۱۳ - ۱۷)
۱۹دې شريعت عالمونې او مشرونې امامونې غوشتل چې په اغا ساعت عيسیٰ ونسي، دې ځکه چې اغا پوئي شول چې دا مثال يې دې دئ په حق کې وويه، خو دې خالکې نه ډاريدل. ۲۰بيا اغا دې موقع په لټه کې وي او ځنې جاسوسونې يې چې خپل ځانينه يې صادقون وشول ولاژل، ترڅو عيسیٰ په خپلې خبرې کې رو ونسي او اغا دې روم والي ته چې دې قدرات او واک خاوند دائي وسپوري. ۲۱جاسوسونې عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه! ميژ پئيژي ته چې څه يائې او کيم تعليم چې ويرکاوې اغا صحيح دائي. ته دې ايچا طاراپ نه کې بلکې په رشتينولائي سره دې خدائ دې ليارې تعليم ويرکاوې. ۲۲ايا ميژ ته راوو دو چې بادشا ته ټيکس ويرکې که نه؟“ ۲۳عيسیٰ پوئي شه چې اغا ورسره چال کو، بيا ورته ويې ويل: ۲۴”موته دې سپينې زارې يوه سيکه روشايئ. په اغا بندې دې چا تاوصير او دې چا نوم دائي؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”دې بادشا.“ ۲۵عيسیٰ وويل، ”بيا څه چې دې بادشا دي اغا بادشا ته ويرکئ او څه چې دې خدائ دي اغا خدائ ته ويرکئ.“ ۲۶يغې ونه شول کړائي چې عيسیٰ دې خالکې په مخکې په خپلې خبرې کې رو ونسي او دې يغ په ځاوب حيرون شول، بيا غلي پوتې شول.
دې قيامات دې وريځې په حق کې پشتنه
(متي ۲۲: ۲۳ - ۳۳ او مرقوس ۱۲: ۱۸ - ۲۷)
۲۷بيا ځنې صدوقيون چې دې مارګ نه ورستې دې بيا روژواندي کيدلې نه منکر وي، عيسیٰ ته روغلل او دې يغ نه يې يو سول وکه: ۲۸”ايستوذه! موسیٰ په شريعت کې ميژ ته ليکلي دي چې که چيرې دې چا ورور مړ شي او شځه يې ځنې پوتې شي او الودينه ونه لري، بيا دې دغ ساړي ورور بايد دې يغې کونډې سره ورو وکو، ترڅو دې يغې الودينه پيدو شي او اغا يې دې مړه ورور الودينه وګاڼل شي. ۲۹بيا داسې وشول چې اووه وريڼه وي، اواليني يې شځه وکړه او بې الوده مړ شه. ۳۰بيا دوم يې اغا شځه وکړه، اغا هه بې الوده مړ شه. ۳۱بيا درام اغا وکړله او په دغ رانګ اووه سره ټول دې يغې سره ورو وکړلې او ار يو مړ شه، خو دې يوه هه الود ونه شه، ۳۲او په ټول نه دې ورستې اغا شځه هه مړه شوه. ۳۳بيا دې قيامات په وريځ و اغا دې کيم يو شځه وي؟ دې ځکه چې اووه سره ټول دې يغې سره ورو کړيې وې.“
۳۴عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”په دا دنيو کې نر او شځې ورو کو، ۳۵خو کيم خالک چې دې روتلينکيې دنيو او دې مارګ نه دې بيا روژواندي کيدلې لائق ګاڼل شوي دي، اغا يو دې بل سره ورو نه کو. ۳۶اغا و نور نه مړه کيژي، دې ځکه چې دې فرشتې په رانګ و وي. اغا دې خدائ الودينه دي، دې ځکه چې دې مړې نه دې ار وخت دې پوره روژواندي شوي دي. ۳۷او دا چې مړي بيا روژواندي کيژي، موسیٰ دا په خپله دې سوځيدينکي بيټي په پيشه کې وشوله او وولته يې تيشتن دې ابراهيم خدائ، دې اسحاق خدائ او دې يعقوب خدائ وبوله. ۳۸اغا دې مړې نه بلکې دې ژواندائي خدائ دائي، دې ځکه چې دې يغ په نَظير کې ټول ژواندي دي.“ ۳۹دې شريعت ځنې عالمونې وويل، ”ايستوذه! ډير شه ځاوب دې ويرکه.“ ۴۰په اغا نه دې ورستې نور چا جرات ونه که چې دې يغ نه بله پشتنه وکو.
مسيح دې چا زيائي دائي؟
(متي ۲۲: ۴۱ - ۴۶ او مرقوس ۱۲: ۳۵ - ۳۷)
۴۱بيا عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه، ”اغا څرنګې ويلائي شي چې مسيح دې داود زيائي دائي؟ ۴۲دې ځکه خپله داود دې زبور په کيتوب کې يائي:
تيشتن وويل دې مو مشر ته:
’کشينه دې مو شي لوس ته
۴۳تر څو چې دې تو ديشمنون دې تو دې پشې لوندې کمه.‘
۴۴بيا کله چې داود مسيح ته مشر يائي، بيا دا څرنګې کيدائي شي چې اغا دې داود زيائي وي؟“
عيسیٰ دې شريعت دې عالمونې په خلاف خبردارائي ويرکاوي
(متي ۲۳: ۱ - ۳۶ او مرقوس ۱۲: ۳۸ - ۴۰)
۴۵په داسې حال کې چې ټولې خالکې دې عيسیٰ خبرې ته غوژ نيولائي وه، خپل شاګردون ته يې وويل: ۴۶”دې شريعت دې عالمونې سره اختياط کئ. اغا دا خواشاوي چې په وژدې چوغې کې وګرځي او په بازورينه کې ورته خالک سالوم وچاوي او غوړي چې په عبادتخانې کې په مخکې ځائينه او په ولماستيې کې په شه ځائينه کې کشيني. ۴۷اغا دې کونډې مولينه خوري او دې ځون وشونې دې پوره وژدې وژدې داعوګونې کو. دې داسې خالکې سازو و دې ټولې نه ساخته وي.“