شپوړاسام ساباق
دې ځيرک ناظر مثال
۱عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”يوه مالدار ساړي يو ناظر لوره. دا ساړائي خبر شه چې ناظر دې يغ دنيو بيځيه لګاوي. ۲بيا اغا يې روغوشت او ورته ويې ويل: ’دا څه دي چې دې تو په حق کې يې ورومه؟ څه دې چې وخستي او څه چې دې لګولي دي دې يغې ايثوب روکه، دې ځکه چې ته نور نه شې کړائي چې دې مو ناظر پنډ شي.‘ ۳ناظر دې ځون سره وويل: ’دې مو مشر مو دې خپل کور نه ورړاوي، بيا ويس و زه څه کمه؟ زه خو دامره تاکړه نه يمه چې لوړ شمه او چيرته لاشتائي وکندمه او په خير غوشتلې هه شرميژمه. ۴ويس پوئي شومه چې څه وکمه. کله چې مو دې چارې نه لرې کو، بيا زه بايد ملګري ولارمه چې موته په خپل کورينه کې ځوئي روکو.‘ ۵بيا دې خپل مشر ار يو پيراوړئي يې روغوشت. اواليني ته يې وويل: ’دې مو دې مشر څومره پيراوړئي يې؟‘ ۶يغ ځاوب ويرکه: ’سل پئمونې دې زيتونې تيل.‘ ناظر ورته وويل: ’خپل ايثوب رووخله، زر کشينه او دې يغ په ځي پنځوس وليکه.‘ ۷بيا يې بل ته وويل: ’ته څومره پيراوړئي يې؟‘ يغ ځاوب ويرکه: ’سل ګيڼئ غانم.‘ ناظر ورته وويل: ’خپل ايثوب رووخله او دې يغ په ځوئي اتيا وليکه.‘ ۸بيا مشر يې اغا بې ايمونه ناظر وستويه، په دا خاطر چې يغ په ځيرکئ سره داسې کور وکه، دې ځکه چې دې دغې دنيو خالک په خپله کې په روکړه ويرکړه کې دې ايماندورونې په نسبت ډير ځيرک دي.“
۹عيسیٰ زيوته کړه، ”زه توس ته يايمه چې په خپلې دنياوي مالدارئي دې نورې سره مراسته وکئ چې خپل ځونينه ته ملګري پيدو کئ، بيا کله چې اغا مالداري خلوصه شي توس ته و په تل پوتې کورينه کې ځوئي ديرکړل شي. ۱۰څوک چې په لژ شايون کې صادق وي، بيا اغا و په ډير شايون کې هه صادق وي، او څوک چې په لژ شايون کې صادق نه وي، بيا اغا و په ډير شايون کې هه صادق نه وي. ۱۱که چيرې په دنياوي مالداري بندې په توس اعتبار ونه شي، بيا په اصلي مالدارئي و څوک په توسې اعتبار وکو؟ ۱۲که چيرې توس دې نورې خالکې دې مالدارئي دې پوره صادق نه شئ، بيا څوک و توس ته اغا مالداري چې دې توس و وي، ديرکو؟ ۱۳ايڅ غلام نشي کړلائي چې دې دوې مشرونې خذمات وکو، دې ځکه چې يا خو و دې يوه نه کرکه کو او دې بل سره مينه او يا و يوه ته وفادور وي او بل ته و په الکه سترګه کسي. توسې نه شئ کړلائي چې هه دې خدائ باندګي وکئ او هه دې پائسې باندګي وکئ.“
شريعت او دې خدائ بدشائي
(متي ۱۱: ۱۲ - ۱۳، ۵: ۳۱ - ۳۲ او مرقوس ۱۰: ۱۱ - ۱۲)
۱۴فريسيونې چې دا خبرې ورويدلې بيا په عيسیٰ بندې يې مالانډې وواللې، دې ځکه چې يغې دې پائسې سره مينه لارله. ۱۵عيسیٰ اغا ته وويل، ”توس داس خالک يئ چې خپل ځونينه دې نورې په مخکې صادق شکاره کاوئي، خو خدائ دې توسې زړينه شه پيژاني. دې ځکه کيم شايون چې دې انسانونې په نَظير کې ډير ارزشت لري، خدائ اغا بد ګڼي.
۱۶دې يحيیٰ تر روتلې پره خالکې دې تورات او دې پيغمبرونې په ليکنې عمل که. په اغا نه دې ورستې دې خدائ دې بدشايئ زرائي اعلان شه او ار څوک زيوت کوشش کو چې اغا ته وير دننه شي. ۱۷دې منځکې او اسمون دې ميانځه تلل اسون دي، په دا نه چې دې شريعت يو ټکائې هه دې ميانځه لوړ شي.
۱۸ار څوک چې خپله شځه طالوقه کو او دې بلې شځې سره ورو وکو، بيا اغا زنا کو او ار څوک چې دې طالوقې شويې شځې سره ورو وکو، اغا هه زنا کو.“
دې مالدار ساړي او ايلعازر مثال
۱۹عيسیٰ وويل، ”يو مالدار ساړائي و چې اره وريځ و يې تر ټولې قيمتي جومې وغاستلې او په عيش او عشرت کې يې ژوند تيروو. ۲۰دې يغ دې دروزې په مخکې و يو سولګار چې ايلعازر نوميده او سيرات يې دې زاخمينې نه ډاک و، پروت و ۲۱او په دا تامه و چې دې يغ مالدار ساړي دې دسترخوان نه په پوتې شويې ټوټې بندې ځون موړ کو. حتي سپي و روتلل او دې يغ زاخمينه و يې څاټل.
۲۲داسې وشول چې اغا غريب ساړائي مړ شه او فرشتې اغا دې ابراهيم څانګ ته يواړ. بيا اغا مالدار ساړائي هه مړ شه او خورې ته وسپورل شه. ۲۳اغا دې مړې دنيو ته لوړ شه وولته ډير په غضاب و. يغ چې پورته وکاتل دې لرې نه يې ابراهيم وليد چې ايلعازر يې په خو کې و. ۲۴بيا يغ سيرې کړې او ويې ويل: ’اې دې مو نيکه ابراهيمه! په مو راحم وکه او ايلعازر روولژه چې خپله ګوته په يبه کې لامده کو او دې مو ژبه په ساړه کو، دې ځکه چې زه په دا يور کې ډير په غضاب يمه.‘ ۲۵خو ابراهيم وويل: ’زامنه! دير په يود که، تو په خپل ژوند کې ټول شه شايون تر لوسه کړل او ټول بد شايون دې ايلعازر په نصيب کې وي. خو ويس اغا دولته په ارام دائي او ته په غضاب کې يې. ۲۶په دانه علاوه پوسه، دې ميژ او توسې په ميانځ کې يوه ستره کانده شته، چې په اغا نه څوک دير پورې کيدائي شي او نه څوک ځنې روپورې کيدائي شي.‘ ۲۷اغي مالدار ساړي وويل: ’اې دې مو پلوره ابراهيمه! زه تو ته زورئي کمه چې ايلعازر دې مو دې پلور کير ته ولاژه، ۲۸دې ځکه چې زه پينځه وريڼه لارمه. پريژده چې اغا لوړ شي او اغا خبر کو، اسې نه چې اغا هه دې دغې غضاب ځوئي ته روشي.‘ ۲۹ابراهيم وويل: ’دې يغې سره دې موسیٰ او نورې پيغمبرونې ليکنې شته، بيا بايد دې يغې خبرې ته غوژ ونسي او عمل په وکو.‘ ۳۰مالدار ساړي ځاوب ويرکه: ’نه، اې دې مو نيکه ابراهيمه! خو که دې مړې نه څوک اغا ته ويرشي، بيا اغا و توبه وبوسي.‘ ۳۱خو ابراهيم ورته وويل: ’که چيرې اغا دې موسیٰ او نورې پيغمبرونې خبرې ته غوژ ونه نسي، بيا که دې مړې نه هه څوک روچګيژي، اغا و يقين په ونه کو.‘“