توبه وبوسئ چې تباه نه شئ
1 په دا وخت کې په اغا ځوئي کې ځنې حاضرينې عيسیٰ دې يغې جليليونې نه خبر که چې پيلاتوس اغا خدائ ته دې قربانئ مخته کاولې په وخت کې وويژنل. 2 عيسیٰ اغا ته په ځاوب کې وويل، ”ايا ګمون کئ چې داغا جليليون دې جليل دې نورې ټولې پنډيدينکيې نه ډير ګونانګورون وي چې په دا رانګ وويژنل شول؟ 3 نه، زه توس ته يايمه که چيرې توس توبه ونه وبوسئ، بيا توس ټول و دې يغې په رانګ تباه شئ. 4 ليا اغا وتلاس کاسون چې په سيلوام کې په موڼئ روولويده او مړه شول، ايا ګمون کئ چې اغا دې يغې نورې ټولې خالکې نه چې په يروشلم کې پنډيژي ډير ګونانګورون وي؟ 5 نه، زه توس ته يايمه که چيرې توبه ونه بوسئ، بيا توس ټول و دې يغې په رانګ تباه شئ.“
دې بې ميوې اينځر دې ونې مثال
6 بيا عيسیٰ اغا ته دا مثال رواړ، ”يوه ساړي خپل دې انګيرې په بوغ کې دې اينځر يوه ونه کرليې وه. کله چې روغائي چې توغه روټول کو، ايڅ يې په کې پيدو نه کړل. 7 بيا خپل باغبون ته يې وويل: ’کسه، درې کوله شي چې روشمه او په دا ونه کې ميوه غوړمه، خو ايڅ مې په کې پيدو نه کړل. دا ونه ووايه. دغې ونې ويلې اسې ځوئي نيولائي دائي؟‘ 8 خو باغبون ورته ځاوب ويرکه: ’مشره! دا کول يې هه پريژده، زه و دې يغې شو او خو منځکه وکندمه او سره و ورته وچاومه. 9 که په روتلينکيې فاصل کې يې ميوه ونيوله بيا ډيره شه و وي، که نه بيا کړائي شې چې ويې وائې.‘“
عيسیٰ دې سبت په وريځ يوې شځي ته شفا ويرکاوي
10 دې سبت په يوه وريځ عيسیٰ په عبادتخانه کې تعليم ويرکاوه. 11 وولته يوه شځه وه چې وتلاس کوله کيدل چې پيريونې نيوليې وه او اغا يې کمزوريې کړيې وه. ملا يې ورته داسې ګره کړيې وه چې بيخې سامه دريدليې نه شوه. 12 کله چې عيسیٰ اغا شځه وليدله، بيا اغا يې روغوشتله او ورته ويې ويل، ”اې خورې! ته دې خپلې بيمورئي نه خلوصه شوې.“ 13 بيا يې خپل لوسينه په اغا بندې کشيشول او اغا په مخ نيغه ودريدله او دې خدائ ثنا يې وويله.
14 خو دې عبادتخانې مشر دې عيسیٰ په دا کور چې دې سبت په وريځ يې بيمور ته شفا وير کړيې وه، خفا شه او خالک ته يې وويل، ”په افته کې شپيژ وريځې دي چې بايد کور وشي، بيا په دا وريځې کې روڅئ او شفا وميمئ، خو دې سبت په وريځ نه.“ 15 خو عيسیٰ اغا ته ځاوب ويرکه، ”اې منافقونې! ايا توس ار يو دې سبت په وريځ خپل غويه ليا خار دې خوار نه نۀ خلوصه وائي او دې يبې دې پوره يې نه بيايئ؟ 16 بيا دا شځه دې ابراهيم لير دو او وتلاس کوله شي چې دې شيطون په باند کې وه. ايا اغا بايد دې سبت په وريځ دې باند نه ازوده نه شي؟“ 17 دې عيسیٰ په دا خبرې دې يغ مخالفين شرمنده شول، خو خالک دې يغ په دا حيروناوينکي کورينه چې کړل يې، خواشول شول.
دې شاړشمې دې تخم مثال
(متي ۱۳:_۳۱_-_۳۲ او مرقوس ۴:_۳۰_-_۳۲)
18 بيا عيسیٰ پشتنه وکړه، ”دې خدائ بدشائي دې څه شي په رانګ دو او اغا دې څه شي سره بروباره کمه؟ 19 دا دې شاړشمې دې تخم په رانګ دو چې يوه ساړي اغا رووخست او په خپل پاټي کې يې وکاره. اغا ستر شه او بيټئ ځنې جوړ شه او مرغون روغلل او دې يغ په څونګې يې مانځولې جوړې کړې.“
دې خميرې مثال
(متي ۱۳:_۳۳)
20 عيسیٰ يورې بيا پشتنه وکړه، ”دې خدائ بدشائي دې څه شي سره بروباره کمه؟ 21 دا دې يغې خميرې په رانګ دو چې يوه شځه اغا وخلي او دې درې پئمونې دوڼې سره يې ګډه کو، ترڅو اغا ټول خميره شي.“
دې تانګې دروزې مثال
(متي ۷:_۱۳_-_۱۴،_۲۱_-_۲۳)
22 عيسیٰ يروشلم ته راون و او په ليار کې يې په شارينه او کلي کې خالک ته تعليم ويرکاوه. 23 يو چا ځنې پشتنه وکړه، ”ايستوذه! ايا ګوشي لژ خالک و خلوصين وميمي؟“ عيسیٰ ځاوب ويرکه: 24 ”زيوت کوشش وکئ چې دې تانګې دروزې نه وير دننه شئ، دې ځکه زه توس ته يايمه چې ډير خالک و دې نناوتلې اڅه کو، خو وه و نشي کړائي. 25 کله چې يورې دې کير خاوند روچګ شي او وار باند کو، بيا توس و دې ورچانې پوتې شئ او وار و ټکاوئي او ويايئ و چې اې شوغليه! وار خلوص که. خو اغا و ځاوب دير کو چې زه توس نه پيژانمه چې دې کيم ځوئي نه روغلي يئ. 26 بيا و توس يايئ: ’ميژ دې تو سره په يوه دسترخوان خواړلي او تشلي او تو دې ميژ په چيلې کې تعليم ويرکاوه.‘ 27 خو اغا و بيا درته ويائي: ’زه توس نه پيژانمه چې دې کيم ځوئي نه روغلي يئ. اې بادکورونې! دې مو دې مخې نه لرې شئ.‘ 28 کله چې توس ووينئ چې ابراهيم، اسحاق، يعقوب او ټول پيغمبرون دې خدائ په بدشايئ کې دي خو توس ځنې ورړه شوي يئ، بيا و ژوړئي او خپل غوشينه و چيچئ. 29 خالک و دې خاتيځ او دې لويدځ او قطبي او سويلي نه روشي او دې خدائ دې بدشايئ په ولماستيه کې و کشيني. 30 څوک چې ويس ورستي دي، اغا و اوال شي او څوک چې اوال وي اغا و ورستي شي.“
دې يروشلم دې پوره دې عيسیٰ خافګان
(متي ۲۳:_۳۷_-_۳۹)
31 په اغا وخت کې يو څو فريسيون عيسیٰ ته روغلل او ورته ويې ويل، ”دا ځوئي پريژده او چيرې بل ځوئي ته لوړ شه، دې ځکه چې هيروديس غوړي تو وويژني.“ 32 عيسیٰ اغا ته وويل، ”لوړ شئ او اغا ګيدړ ته ويايئ چې زه نن او سابو پيريون وبوسمه او خالک روغه ومه او په درمه وريځ و خپل کور اخير ته وراساومه. 33 په ار حال، زه بايد نن او سابو او بل سابو خپل سفر ته دوام وير کمه، دې ځکه چې دا نه شي کيدائي چې يو پيغمبر دا دې يروشلم نه وره په بل ځوئي کې وويژنل شي.
34 اې يروشلمه! اې يروشلمه! اې اغا شاره چې پيغمبرون ويژنې او کيم کاسون چې دې خدائ دې خو نه دير لاژل کيژي، اغا سنګساره وې. مو څو څو ووره وغوشتل چې دې تو خالک داسې سره روټول کمه لکه چرګه چې خپل باچي دې خپلې وزرې لوندې راټولاوي، خو تو ونه غوشتل. 35 کسه، دې توسې کير توس ته خالي پرياش کيژي. زه توس ته يايمه چې نور و مو تر يغې ونه وينئ ترڅو اغا وخت روشي چې دا ويايئ:
’مباراک دائي اغا څوک چې دې تيشتن په نوم روڅي.‘“