شپيژام ساباق

 

دې سبت په حق کې پشتنه

(متي ۱۲‏: ۱ ‏- ۸ او مرقوس ۲‏: ۲۳ ‏- ۲۸)

۱دې سبت په يوه وريځ عيسیٰ دې خپلې شاګردونې سره دې غانمې په پاټيون تيريده. شاګردونې يې دې غانمې وژي روشيکاول او په لوسينه کې يې مژل او خواړل يې. ۲ځنې فريسيونې پشتنه وکړه، ”توس ويلې داسې کور کئ چې دې سبت په وريځ ناراوو دائي؟“ ۳عيسیٰ اغا ته په ځاوب کې وويل، ”ايا توسې دا نه دي ويلي کله چې داود او ملګري يې وژي شوي وي، بيا يغ څه وکړل؟ ۴اغا دې خدائ کير ته نناوته، پوکه ماړئي روخاستله او ويې خواړه او خپل ملګريې ته يې هه ويرکړه، که څه هه دې يغې ماړئي خواړل دې امامونې نه وره بل چاته راوو نه وه.“ ۵بيا عيسیٰ وويل، ”دې انسان زيائي دې سبت دې وريځې خاوند هه دائي.“

 

عيسیٰ دې سبت په وريځ بيمورونې ته شفا ويرکاوي

(متي ۱۲‏: ۹ ‏- ۱۴ او مرقوس ۳‏: ۱ ‏- ۶)

۶دې بل سبت په وريځ عيسیٰ عبادتخانې ته نناوته او تعليم يې ويرکوه. وولته يو ساړائي و چې شائي لوس يې وچ شوائي و. ۷دې شريعت ځنې عالمونې او فريسيونې په ځير سره يغ ته کاتل چې وويني ايا عيسیٰ و دې سبت په وريځ چا ته شفا ويرکاوي که نه، ترڅو په اغا بندې دې تومات لګاولې دې پوره يو داليل پيدو کو. ۸عيسیٰ دې يغې په فکرينه پوئي شه او اغا ساړي ته چې لوس يې وچ شوائي و وويل، ”روچګيژه او دې ټولې په مخ کې وداريژه.“ بيا اغا روچګ شه او وولته ودريده. ۹بيا عيسیٰ اغا ته وويل، ”زه دې توس نه پشتنه کمه: ايا دې سبت په وريځ نيکي کړل راوو دي که بدي کړل؟ دې يو چا ژوند ژغورل، که دې ميانځه وړل؟“ ۱۰عيسیٰ ګړد وړد يغې ټولې ته وکاتل او بيا يې يغ ساړي ته وويل، ”خپل لوس دې وغزاوه.“ يغ خپل لوس وغزووه او لوس يې روغ شه. ۱۱خو دې شريعت عالمون او فريسيون ډير په قهر شول او يوه بل ته يې وويل چې دې عيسیٰ سره څه وکي.

 

عيسیٰ دې خپلې شاګردونې نه دولاس رسولون ټاکي

(متي ۱۰‏: ۱ ‏- ۴ او مرقوس ۳‏: ۱۳ ‏- ۱۹)

۱۲په اغا وريځې کې عيسیٰ دې داعو دې پوره غره ته لوړ شه او ټوله شپه يې خدائ ته په داعو کړلې تيره کړه. ۱۳کله چې ګائيز شه، بيا خپل شاګردون يې روغوشتل او دې يغې ميانځ نه يې دولاس کاسون غوره کړل او اغا يې دې رسولونې په نوم يود کړل: ۱۴شمعون چې عيسیٰ په پطروس نوم کشياش او دې يغ ورور اندرياس، يعقوب، يوحنا، فيليپوس او بارتولما، ۱۵متي، توما، يعقوب دې حلفي زيائي او شمعون چې په سرتيري مشهور و ۱۶او يهودا دې يعقوب زيائي او يهودا اسخريوتي چې ورستې خاين شه.

 

عيسیٰ خالک ته تعليم او شفا ويرکاوي

(متي ۴‏: ۲۳ ‏- ۲۵)

۱۷عيسیٰ دې خپلې رسولونې سره دې غره نه روکيز شه او په يو اوور ځوئي کې ودريده. په اغا ځوئي کې دې يغ دې ليارتلينکيې يوه ستره ډاله او دې ټولې يهوديې، يروشلم او دې صور او صيدون دې ساحلي شارينې نه ګاڼ شمير خالک موجود وي. ۱۸دا خالک دې دغې دې پوره روغلي وي چې دې يغ خبرې ووروي او دې خپلې بيمورئي نه روغ شي. په دغ رانګ اغا خالک چې پيريونې نيولي وي هه روغلي وي او روغ شول. ۱۹ټولې خالکې کوشش که چې عيسیٰ ته لوس ويري، دې ځکه چې دې يغ نه يو قدرات رووته او ټول و يې روغاول.

 

خواشولي او غم

(متي ۵‏: ۱ ‏- ۱۲)

۲۰بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته مخ رووړو او ويې ويل:

”بختاور يئ توسې چې ويس غريبون يئ،

دې ځکه چې دې خدائ بدشائي دې توسې دو.

۲۱بختاور يئ توسې چې ويس وژي يئ، دې ځکه چې توس و موړه شئ.

بختاور يئ چې ويس ژوړئي، دې ځکه چې توس و وخوندئي.

۲۲بختاور يئ توسې چې خالک درنه دې انسان دې زي په خاطر کرکيې کو او خپل ميانځ کې مم نه پريژدي، سپکاوائي درته کو او توس بدنومه وي. ۲۳بيا په اغا وخت کې خواشي وکئ او دې خواشولئ ټوپينه ووايئ، دې ځکه چې په جنت کې و ستر اجر ولرئي. دې يغې نيکونې دې پيغمبرونې سره هه داسې چالند کړائي و.

۲۴خو افسوس دا وي دې توسې مالدارې په حال!

دې ځکه چې توس خپل دې سوکالئ وخت تير کړائي دائي.

۲۵افسوس دا وي دې توسې په حال چې ويس موړه يئ،

دې ځکه چې توس و وژي شئ

افسوس دا وي په توسې چې ويس خوندئي،

دې ځکه چې دې توسې خاندو و په وير او ژاړو بادله شي

۲۶افسوس دا وي دې توسې په حال کله چې ټول دې توسې صفات کو.

دې ځکه چې دې يغې نيکينه هه دې جعلي پيغمبرونې صفات که.

 

دې ديشمنونې سره مينه

(متي ۵‏: ۳۸ ‏- ۴۸، ۷‏: ۱۲)

۲۷خو زه توس ته چې دې مو خبرې وروئي، يايمه چې دې خپلې ديشمنونې سره مينه کئ، څوک چې دې توس نه کرکيې کو دې يغې سره شه کئ. ۲۸دې يغې خالکې دې پوره چې په توس لعنت يائي، براکات وغوړئي او دې يغې خالکې دې پوره چې دې توسې سره بد چالند کو، داعو وکئ. ۲۹که چيرې څوک توته په يوه مخ څپړ دير کو بيا خپل بل مخ هه وير وړاوه. که څوک درخه چوغه وخلي بيا پريژده چې دې تو خت هه وخلي. ۳۰که څوک درخه کيم شائي وغوړي بيا ورته وير يې که او که چيرې څوک دې تو نه کيم شائي چې اغا دې تو وي وخلي، بيا يې په څټ مه ځنې غوړه. ۳۱بيا دې نورې سره داسې چالند کاوئي لکه څرنګې چې توسې يې دې ځون دې پوره دې يغې نه غوړئي.

۳۲که چيرې ګوشي دې يغې خالکې سره مينه کئ چې دې توسې سره مينه کو، بيا په دا کې و دې توسې دې پوره څه اجر وي؟ دې ځکه ګونانګورون هه دې يغ چا سره مينه کو څوک چې دې يغې سره مينه کو. ۳۳که چيرې توسې ګوشي دې يغې خالکې سره نيکي کئ چې دې توسې سره نيکي کو، بيا په دا کې و دې توسې دې پوره څه اجر وي؟ دې ځکه چې ګونانګورون هه داسې کو. ۳۴که چيرې اغا خالک ته پور ويرکئ چې په څټ دې وخاستلې تامه يې لرئي بيا په دا کې و دې توس دې پوره څه اجر وي؟ دې ځکه چې ګونانګورون هه نورې ګونانګورونې ته پور ويرکاوي چې په څټ يې ځنې پيره وخلي. ۳۵خو توس دې خپلې ديشمنونې سره مينه کئ او دې يغې سره نيکي کئ. پور ويرکئ او په څټ دې وخاستلې تامه ځنې مه کئ. بيا دا و دې توسې دې پوره ستر اجر وي او توس و دې خدائ تعالی الودينه وائي، دې ځکه چې اغا په ناشکره او بدکوره خالک هه مهربونه دائي. ۳۶لکه څرنګې چې دې توسې اسموني پلور زړه سواندائي دائي، بيا توس هه زړه سواندي پنډيژئي.

 

دې نورې په حق کې پئصاله کړل

(متي ۷‏: ۱ ‏- ۵)

۳۷په نورې بندې تومات مه لګاوئ، بيا په توس و هه تومات ونه لګاول شي. نور خالک مه ګراماوئي، بيا خدائ و توس نه ګراماوي. نور خالک وباخشئ، بيا خدائ و توس وباخشي. ۳۸نور ته څه شائي ويرکئ، بيا توس ته و هه دير کړل شي. توس ته و په ډاکې پئمونې، په زور ځوئي شوې او تر خولې پره ډاکه دې توس په لمن کې وچاول شي. دې ځکه په اره پيمونه چې توس يې نور ته ويرکاوئي په اغا پيمونه و توس ته دير کړل کيژي.“

۳۹بيا عيسیٰ اغا ته دا مثال وويه، ”ايا يو ړيند بل ړونده ته ليار وشولئ شي؟ ايا دواسره و په کانده کې ونه لويژي؟ ۴۰شاګرد په خپل ايستوذ نه ستر نه دائي، خو کله چې يو شاګرد خپلې زده کړې پيره کو بيا دې خپل ايستوذ په رانګ و شي. ۴۱ته ويلې دې خپل ورور په سترګه کې خلائي ليدلئ شې خو په خپله سترګه کې غوټ لارګائي ليدلئ نه شې؟ ۴۲څرنګې کړائي شې خپل ورور ته ويايې چې اې وروره، اجازات روکه دې تو دې سترګې نه خلائي روبوسمه، خو په خپله سترګه کې غوټ لارګائي ليدلئ نه شې؟ اې منافقه! ته بايد اوال دې خپلې سترګې نه لارګائي وبوسې، بيا کړائي شې چې په شکاره رانګ ووينې چې څرنګې دې خپل ورور دې سترګې نه خلائي وبوسې.

 

ونه دې خپلې ميوې نه پيژاندل کيژي

(متي ۷‏: ۱۷ ‏- ۲۰، ۱۲‏: ۳۳ ‏- ۳۵)

۴۳شه ونه خاروپه ميوه نه نسي او نه و خاروپه ونه شه ميوه ونسي. ۴۴اره ونه دې خپلې ميوې نه پيژاندل کيژي. دې اغزي دې بيټې نه توغه او دې ځنګلي بيټي نه انګير نه شئ روټولاولئ. ۴۵شه ساړائي دې خپل زړه دې شې خزونې نه شه شايون رو وبوسي او بد ساړائي دې خپل زړه دې بدې خزونې نه بد شايون رو وبوسي، دې ځکه کيمې خبرې چې په زړه کې وي اغا په خوله روڅي.

 

دوه قسمه بنيادينه

(متي ۷‏: ۲۴ ‏- ۲۷)

۴۶توس ويلې موته ايستوذه، ايستوذه يايئ، خو څه چې درته يايمه اغا نه کئ؟ ۴۷ار څوک چې موته روشي او دې مو خبرې ته غوژ ونسي او په اغا بندې عمل وکو، بيا زه و توس ته وشايمه چې اغا دې چا په رانګ دائي. ۴۸اغا دې يوه داسې ساړي په رانګ دائي چې دې خپل کير دې جوړاولې دې پوره يې منځکه وکندله او بنياد يې په تيژې کشياش. کله چې سيلاب روغائي او په اغا کير ويراغائي، خو اغا يې دې ځوئي نه ونه شه خيځاولئ، دې ځکه چې اغا يې کلاک جوړ کړائي و. ۴۹خو څوک چې دې مو خبرې وروي او عمل په نه کو، بيا اغا دې يغ ساړي په رانګ دائي چې خپل کير يې داسې جوړ کړائي و چې بنياد يې نه و. کله چې په اغا کير بندې سيلاب روغائي، بيا اغا په مخ رو وليده او بيخي ړانګ شه.“

Sorry, no results.
Please try another keyword