اوال ساباق
۱شوغليه تيوفيلوسه:
ډيرې خالکې کوشش کړائي دائي ترڅو اغا پيشې بيان کي چې دې ميژ په ميانځ کې روميانځته شويې دي. ۲يغې اغا څه ليکلي دي چې ميژ ته عيني شائدونې او دې خدائ دې کلام دې خيذماتګورونې دې خو رو راسيدليې دي. ۳شوغليه تيوفيلوسه، مو هه په خپل وور سره ټولې پيشې دې سار نه په غور سره وڅيړلې، بيا دا روته شه شکاره شوه چې اغا توس ته په ترتيب سره وليکمه. ۴دا کور دې دغې دې پوره کمه ترڅو ته دې يغې ټولې شايونې په حق کې چې ځنې خبر شوائي يې، په اقيقات پوئي شې.
دې يحيیٰ دې زيژيدنې په حق کې پيشګوئي
۵دې يهوديې دې بادشا هيروديس په زمونه کې يو يهودي امام و چې زکريا نوميده او دې ابيا دې ډالې نه و. دې يغ شځه اليزابت نوميدله او اغا هه دې هارون امام دې کورانۍ نه وه. ۶اغا دواسره دې خدائ په نَظير کې صادق خالک وه او په پيره رانګ يې دې تيشتن په ټول قوانين او حکمينه بندې عمل که. ۷خو يغې الود نه لوره، دې ځکه چې اليزابت شانډه وه او دواسره ډير زوړه وي.
۸کله چې دې خدائ په کير کې دې خيذمات وور دې زکريا ډالې ته وراسيده، بيا زکريا دې امام په رانګ په خپله چار کې لګيا شه. ۹دې امامونې دې دود دې مخې اغا دې خلي په وسيله غوره شه، ترڅو بيت المقدس ته نناوځي او خوشبيي ولګاوي. ۱۰دې خوشبييئ دې لګياولې په وخت ګاڼ شمير عبادت کاوينکي دې ورچانې ويلوړ وي او داعو يې کړله. ۱۱په دا وخت کې دې تيشتن يوه فرشته زکريا ته وير شکاره شوله چې دې قربانئ دې ځوئي شي خو ته چې خوشبيي پکې ليګيدله، ويلوړه وه. ۱۲کله چې زکريا اغا وليدله بيا جاټکه يې وخواړله او ډور په روغائي. ۱۳خو فرشتې يغ ته وويل، ”اې زکريا، مه ډاريژه! دې تو داعو قابيله شويې دو او دې تو شځه اليزابت و توته يو زيائي وزيژاوي او ته و په اغا بندې يحيیٰ نوم کشيژدې. ۱۴اغا و دې تو دې پوره دې خواشئ او خواشولئ سبب شي او ډير خالک و دې يغ په زيژاول بندې خواشولي وکو. ۱۵دې ځکه چې اغا و دې تيشتن په نَظير کې ستر ساړائي وي. اغا بايد ايڅکله شاروپ او ليا داسې کيم شائي ونه تشي چې په نشه شي. اغا و دې مور دې ګډې نه دې روح القدس نه ډاک وي، ۱۶او ډير اسرائيليون و دې خپل تيشتن خدائ خو ته روړاوي. ۱۷يحيیٰ و په اغا روح او قدرات سره چې الياس نبي لوره دې تيشتن په مخکې راون وي، ترڅو پلارينه او الودينه سره په خوله کو، سرکشه کاسون دې نيکونې دې حکمت نه ډاکې ليارې ته رو وګرځاوي او خالک دې تيشتن روتلل ته تايور کو.“
۱۸زکريا فرشتې ته وويل، ”زه څرنګې په دا بندې يقين کړائي شمه چې داسې و وشي؟ دې ځکه چې زه زوړ ساړائي يمه او شځه مې هه زاړه دو.“ ۱۹فرشتې په ځاوب کې وويل، ”زه جبرائيل يمه چې دې خدائ په حضور کې ودارمه. زه رولژل شوائي يمه چې دې تو سره خبرې وکمه او دا زرائي درته دير کمه. ۲۰خو کسه، ته و ګونګ شې او دې دغ شايونې تر پيشيدې پره و خبرې نه شې کړائي، دې ځکه چې تو دې مو په خبرې چې په ټاکل شوي وخت کې و رشتيا شي، يقين ونه که.“
۲۱په دا وخت کې خالکې چې زکريا دې پوره انتظار که او حيرون وي چې اغا ويلې بيت المقدس کې دامره زيوت وخت تير که. ۲۲کله چې اغا رووته، دې يغې سره يې خبرې نه شوې کړائي. بيا دئ پوئي شول چې يغ په بيت المقدس کې کيمه رويا ليدليې دو، دې ځکه چې اغا ته يې په لوسينه اشارې کړې خو خبرې يې ونه شوې کړائي.
۲۳کله چې دې خدائ په کير کې دې زکريا دې خيذمات وخت اخير ته وراسيده، بيا اغا په څټ خپل کير ته لوړ شه. ۲۴څه وخت دې ورستې دې يغ شځه اليزابت اميدوره شوله او پينځه مياشتې يې خپل ځون دې خالکې نه پټ وسوته او دې خپل ځون سره و يې ويل: ۲۵”تيشتن ويس دې مو دې پوره دا کور وکه او په مو يې راحم وکه او زه يې دې خالکې په مخکې دې شرم نه خلوصه کړمه.“
دې عيسیٰ مسيح دې زيژيدنې په حق کې پيشګوئي
۲۶دې اليزابت دې اميدورئي په شپيژمه مياشت خدائ جبرائيل فرشته دې جليل په ولايت کې دې ناصرت په نوم يو شار ته ولژله، ۲۷ترڅو يوې پيغلې ته چې دې يوسف نومي ساړي سره يې چې دې داود بادشا دې کورانۍ نه و وير په نوم شوې وه، ويرشي. دې يغې پيغلې نوم مريم و. ۲۸فرشته اغا ته روغله او ويې ويل، ”سالوم په تو چې ډير فاضل دربندې شوائي دائي، تيشتن دې تو سره مال دائي.“ ۲۹مريم دې فرشتې په خبره ډيره ورخاطو شوه او په فکر کې ډيبه شوه چې دې دغې خبرې معنی و څه وي. ۳۰فرشتې يغې ته وويل، ”اې مريمې، مه ډاريژه! خدائ په تو مهربونه شوائي دائي. ۳۱کسه، ته و اميدوره شې او زيائي و دې وشي او دې يغ نوم و عيسیٰ کشيژدې. ۳۲اغا و ستر شخصيت وي او دې خدائ تعالی دې زي په نوم و يود شي. تيشتن خدائ و دې يغ دې نيکه داود تخت اغا ته ويرکو. ۳۳اغا و دې تل دې پوره دې يعقوب په الود بندې بدشائي کو او دې يغ بدشائي و ايڅکله نه خاتميژي.“ ۳۴مريم فرشتې ته وويل، ”داسې څرنګې کيدائي شي؟ زه ليا پيغله يمه او تر ويسه وده شويې نه يمه.“ ۳۵فرشتې په ځاوب کې وويل، ”په تو و روح القدس نازل شي او دې خدائ تعالی قدرات و په تو بندې سيوره وکو او دې دغ اماله و اغا سپيڅلئ واړيکائي دې خدائ تعالی دې زي په نوم يود شي. ۳۶وکسه، دې تو خپل ووله اليزابت و هه په زوړه عمر کې زيائي روري. سره دې دغې چې اغا ته شانډه او بې الوده ويل کيدله، خو ويس شپيژ مياشتې شي چې اميدوره دو. ۳۷دې ځکه چې دې خدائ دې پوره ايڅ کور ناشينائي نه دائي.“ ۳۸مريم وويل، ”زه دې تيشتن خيذماتګوريې يمه. تو چې څه وويل داسې دا وشي.“ او فرشته ځنې لوړله.
مريم دې اليزابت ليدلې ته ويرڅي
۳۹څه وخت دې ورستې مريم راونه شوله او په بيړه يو شار ته چې دې يهوديې په غرانئ سيمه کې و، لوړه. ۴۰اغا دې زکريا کير تا ويرنناوتله او په اليزابت يې سالوم وچوه. ۴۱کله چې اليزابت دې مريم سالوم ورويده، بيا په ګډه کې يې واړيکي ټوپينه ووالل. اليزابت دې روح القدس نه ډاکه شوله ۴۲او په چګ اووز سره يې وويل، ”ته په ټولې شځې کې يوه ډيره مباراکه شځه يې او اغا واړيکائي مباراک دائي چې دې تو نه و پيدو شي! ۴۳زه څوک يمه چې دې مو دې مشر مور دا دې مو ليدلې ته روشي؟ ۴۴کله چې دې تو دې سالوم اووز دې مو په غوژ شه، بيا واړيکي دې خواشولئ نه دې مو په ګډه کې ټوپينه ووالل. ۴۵ته څومره بختاوره يې چې په دا بندې دې يقين وکه چې تيشتن درته څه ويلي وي اغا و پيره شي.“
دې مريم دې ثنا او صفات سندره
۴۶مريم وويل:
”بيانوي مې زړه سترتوب دې تيشتن
۴۷دائي دې مو روح خواشول
دې ځکه خدائ مې دائي ژغورينکائي
۴۸دې ځکه زه يې کړمه يوده، خپله عاجزه خيذماتګوره
دا دې ويس نه و ټول خالک مو بختاوره بولي
۴۹دې ځکه قادر خدائ کړي دي ستر کورينه موته
چې سپيڅلئ يې دائي نوم
۵۰دې يو نسل نه تر بله کو رحمت
په اغا خالک بندې چې کو ډور ځنې
۵۱يغ کړي دي غوټ کورينه په خپلې مټې
کبرجن خالک يې خوره ووره کړل
دې خپلې زړينې دې خيولينې سره
۵۲رو سنړوالي يې شاهون دي دې خپلې تاختينې نه
سرلوړي کړي يې دي عاجزه خالک
۵۳موړه کړي يې دي وژي په شه شايون
مالدار خالک يې ورړه دي تش لوسينه
۵۴مراسته يې کړيې دو دې خپل خادم اسرائيلې سره
راحم يې کړائي دائي تل په خپل خالک
۵۵لکه يې څرنګې چې وعده کړيې وه دې ميژ نيکونې،
ابراهيم او الودې سره يې دې تل دې پوره“
۵۶مريم نژدې درې مياشتې دې اليزابت سره پوتې شوله او بيا په څټ خپل کير ته لوړه.
دې يحيیٰ زيژيدنه
۵۷اغا وخت رو وراسيده چې اليزابت واړيکائي وزيژاوي او دې يغې زيائي پيدو شه. ۵۸ګاونډيونې او خپلونې يې ورويدل چې تيشتن په يغې بندې ډير راحم کړائي دائي او ټولې ورسره خواشولي وکړه. ۵۹کله چې واړيکائي دې ووتې وريځې شه بيا اغا روغلل چې سونات يې کو او غوشتل يې چې دې خپل پلور زکريا نوم په کشيژدي. ۶۰خو مور يې وويل، ”نه، دې يغ نوم و يحيیٰ وي.“ ۶۱يغې ورته وويل، ”خو دې توسې په خپلونې کې په دا نوم څوک نشته.“ ۶۲بيا يغې دې يغ پلور ته اشاره وکړه او پشتنه يې ځنې وکړه چې په واړيکي بندې کيم نوم غوړي کشيژدي. ۶۳زکريا يوه تاخته رو وغوشتله او په اغا بندې يې وليکل، ”دې يغ نوم يحيیٰ دائي.“ اغا ټول ډير حيرون شول. ۶۴زکريا په مخ واپس په خبرې کړل روغائي او خدائ ته په ثنا ويلې يې شيري وکړه. ۶۵ټول ګاونډيون وډاريدل او دې يهوديې په ټوله غرانئ سيمه کې خالکې دې دغې شايونې په حق کې خبرې کړلې. ۶۶ار چا چې دا خبره ورويدله بيا دې يغې په حق کې يې فکر که او پشتنه يې کړله، ”دې دغ واړيکي نه و په روتلينکيې وخت کې څه جوړ شي؟“ دې ځکه چې دې تيشتن لوس دې يغ په سار بندې و.
دې زکريا پيشګوئي
۶۷دې يحيیٰ پلور زکريا دې روح القدس نه ډاک شه او داسې پيشګوئي يې وکړه:
۶۸”ثنا او صفات دا وي تيشتن ته چې دائي خدائ دې اسرائيلې
ځکه روغائي چې وکو مراسته دې خپل قوم سره چې کو ازود اغا
۶۹يغ پيدو که ميژ ته زوراور ژغورينکائي
دې الودې نه دې داود چې خيذماتګور يې و خپل
۷۰لکه څرنګې چې مخکې يې وي ويلي
په خوله دې سپيڅليې مختينئ پيغمبرونې
۷۱چې مو خلوص کو دې خپلې ديشمنونې نه
دې يغې خالکې نه چې کو کرکه دې ميژ نه
۷۲راحم و وکو اغا دې ميژ نيکينه بندې
او رويوده وي و خپل سپيڅلئ لوظ
۷۳اغا قاسام چې و خواړلئ يغ
دې ميژ دې نيکه دې ابراهيم سره
۷۴چې و کو خلوص اغا ميژ دې ديشمنونې نه
چې بې ډوره وکي ميژ خيذمات دې يغ
۷۵په خپل ټول ژوند کې
دې پوکئ او صداقت سره
۷۶او اې واړيکيه دې مو
ته و يوديژې پيغمبر دې خدائ تعالی
دې ځکه چې څې و په تيشتن نه دې مخه
چې کې تايوره ليار ته دې يغ دې پوره
۷۷چې په دا پوئي کې قوم دې يغ
چې دئ و وميمي خلوصين
دې خپلې ګونائينې په باخشلې سره
۷۸دې ميژ دې خدائ دې راحم او مهربونئ په سبب
په ميژ و رو ووخيژي لمر دې ګائيز
پوس دې اسمون نه
۷۹ترڅو چې روالي رڼو په اغا خالک بندې
چې تيراوي ژوند په تياره کې دې مارګ
او بروبار کو قدامينه دې ميژ دې صولحې او سالومتئ په ليار“
۸۰اغا واړيکائي غوټيده او په روحاني رانګ طاقتور کيده او تر يغ وخت پره په داشته کې پنډيده، ترڅو دې اسرائيلې خالک ته په جاوات رانګ بندې وير شکاره شه.