INTRODUCTION

Luke Introduction

پېژندګلو

د حضرت لوقا زيرے د يو خط په شکل کښې دے چې تيوفيلوس ته ليکلے شوے دے. کله چې حضرت لوقا رسول د حضرت عيسىٰ مسيح په حقله ډېر په احتياط سره حقائق راټول کړل نو بيا يې دا زيرے وليکلو. حضرت لوقا د حضرت عيسىٰ د پېدايښت نه مخکښې خبرې، د هغۀ خِدمت، مرګ او د مړو نه د بيا ژوندى پاڅېدلو په حقله ليکل کړى دى. حضرت عيسىٰ خپل خِدمت د روحُ القُدس په طاقت سره کولو، او د خلاصون د زيرى اعلان به يې کولو. هغۀ بې‌شمېره خپل رحم غريبانانو او هغه خلقو ته چې هيچا به يې تپوس نۀ کولو څرګند کړے دے. هغۀ پېشګوئې پوره کړه او خپل مقصد يې سر ته ورسولو چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى. حضرت لوقا زمونږ سوچ او خيال دې خبرې ته راګرځوى چې خُدائ پاک په خپله د تاريخ لوئ واکدار دے چې په کائنات کښې يې لوئ بدلون راوستے دے په کوم کښې چې وړومبى وروستى او وروستى وړومبى شول، کبرژن عاجز کړے شول او عاجزان لوئ کړے شول. حضرت لوقا د پېشى په لحاظ طبيب وو او د پولوس رسول نزدې ملګرے وو، او د هغۀ ټولې خبرې يې په تفصيل سره وليکلې. د حفظ کولو دپاره ۶:_۲۲ آيت ”تاسو بختور يئ کله چې خلق تاسو نه نفرت کوى او د خپل مينځ نه مو شړى او درته سپکې سپورې وائى او د اِبن آدم د مريدۍ په وجه په تاسو اِلزام لګوى.“