د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

پينځم باب

په غرۀ د حضرت عيسىٰ بيان

۱کله چې عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو او هلته کښيناستو. او کله چې د هغۀ مريدان ورته را ټول شول، ۲نو هغۀ ورته داسې تعليم شروع کړو، ۳”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. ۴بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى. ۵بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى. ۶بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړې شى. ۷بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړې شى. ۸بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ ديدن وکړى. ۹بختور دى د اَمن راوستونکى، خُدائ به هغوئ ته خپل زامن ووائى. ۱۰بختور دى هغوئ چې د خُدائ د رضا پوره کولو دپاره پرې ظلم کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. ۱۱تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او تکليف درکوى او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى. ۱۲دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اَجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول. ۱۳تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ. که مالګه بې خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ دا بيا د هيڅ څيز دپاره په کار نهٔ راځى او بهر وغورزولې شى او د پښو لاندې کولو جوګه شى. ۱۴تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټيدې نۀ شى. ۱۵چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښې نهٔ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کيښودلې شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى. ۱۶او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هر کله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى. ۱۷دا خيال مه کوئ چې ګنې زۀ د دې دپاره راغلې يم چې شريعت او د نبيانو کتابونه منسوخ کړم. زۀ د هغوئ منسوخ کولو ته نۀ يم راغلې بلکې پوره کولو ته راغلې يم. ۱۸زۀ تاسو ته دا وايم تر څو پورې چې آسمان او زمکه ختم شوى نۀ وى نو د شريعت يو حرف يا د حرف نه يو زبر قدرې به ختم نۀ شى، تر څو چې دا هر څۀ سرته رسيدلى نهٔ وى. ۱۹نو که څوک ورنه د شريعت يوه ذره شان هم مات کړى او نورو خلقو ته د داسې کولو تعليم ورکړى نو د آسمان په بادشاهۍ کښې به د دوئ ځائ د ټولو نه لاندې وى. خو هغه څوک چې په شريعت عمل وکړى او نورو ته يې تعليم هم ورکوى، هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې لوئى بيامومى. ۲۰زۀ تاسو ته دا وايم، تر څو چې تاسو په صداقت کولو کښې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو بيا هيڅ کله هم د آسمان په بادشاهۍ کښې داخليدې نۀ شئ. ۲۱تاسو اوريدلى دى چې زمونږ پلار نيکهٔ ته وئيلى شوى وُو چې، ”قتل مه کوئ. هغه څوک چې قتل وکړى هغۀ ته به ضرور په عدالت کښې سزا ورکولې شى.“ ۲۲خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړې شى. او که هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او که چرې ورته ليونې ووائى نو هغهٔ ته به د دوزخ د اور خطره وى. ۲۳که چرې تاسو د قربانۍ ځائ ته کوم څيز راوړئ او په دې وخت کښې درته راياد شى چې ستا ورور په څۀ خبره درنه خفه دے، نو خپله قربانى په هغه ځائ پريږده، ۲۴لاړ شه، اول خپل ورور رضا کړه او بيا راشه او خپل نذر وړاندې کړه. ۲۵که د چا سره ستا مقدمه وى نو زر ورسره روغه جوړه وکړه، کله چې ورسره عدالت ته په لار روان يې. هسې نه چې هغه دې قاضى ته پېش کړى او قاضى سپاهى ته، او تۀ قيد شې. ۲۶زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ تر څو چې مو خپله جرمانه پيسه پيسه ادا کړې نۀ وى. ۲۷تاسو اوريدلى وُو چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې، ”زنا مه کوئ.“ ۲۸خو زۀ تاسو ته دا وايم چې که يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده. ۲۹که چرې ستا ښئ سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې وغورزوه. ستا دپاره به دا ښه وى چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه چې ستا ټول وجود دوزخ ته وغورزولې شى. ۳۰او که چرې ستا ښې لاس د ګناه سبب شى نو پرې يې کړه او وې غورزوه. ستا دپاره دا بهتره ده چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه دا چې ستا ټول وجود دوزخ ته لاړ شى.

د طلاق په باره کښې تعليم

۳۱هغوئ ته وئيلى شوى وُو، کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى نو ضرور دې هغې ته طلاق نامه ورکړى. ۳۲خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارئ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى. ۳۳بيا به تاسو دا اوريدلى وى چې زمونږ پلار نيکه ته وئيلى شوى وُو چې، ”خپل قسم مه ماتوئ خو خپل قسم د مالِک خُدائ دپاره ضرور پوره کوئ.“ ۳۴خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هيڅکله هم قسم مهٔ خورئ، نه په آسمان، ځکه چې دا د خُدائ تخت دے، ۳۵او نه په زمکه ځکه چې دا د هغۀ د پښو چوکئ ده، او نه په يروشلم ځکه چې دا د لوئ بادشاه ښار دے، ۳۶او نه په خپل سر ځکه چې تۀ د دې يو ويښتۀ هم په خپله مرضئ نه سپينولې او نه تورولې شې. ۳۷تاسو يواځې د آو په ځائ آو، او د نه په ځائ نه جواب ورکوئ. د دې نه زيات چى دے هغه د اِبليس کار دے.

د بدل په حقله تعليم

۳۸تاسو خبر يئ چې دا وئيلى شوى وُو چې، ”د سترګې په بدل کښې سترګه او د غاښ په بدل کښې غاښ.“ ۳۹خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مه ودريږئ څوک چې درسره بد کوى. که څوک درله په ښى مخ څپيړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه. ۴۰که چرې يو سړے ستا په قميص دعوىٰ وکړى نو تۀ خپل کوټ هم ورله ورکړه. ۴۱که چرې يو اختيار لرونکې تا يو ميل په بيګار بوځى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه. ۴۲چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مه اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.

د دشمن سره مينه کول

۴۳تاسو خبر يئ چې وئيلې شوى وُو چې، ”د خپل ګاونډى سره مينه ساتئ او د خپل دشمن نه کرکه.“ ۴۴خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې په تاسو ظلم کوى د هغوئ دپاره دعا کوئ، ۴۵چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخيژوى او په نيکو او بدو خلقو يو شان باران وروى. ۴۶که تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اَجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نهٔ کوى څهٔ؟ ۴۷که چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بې دينه هم کوى. ۴۸تاسو کامل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامل دے.