د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے - (په يوسفزئ پښتو - ۲۰۱۸)

شلم باب

د انګورو د باغ مزدوران

۱”د آسمان بادشاهى داسې ده لکه چې د يوې زمکې مالِک سحر وختى د کور نه ووتو، چې خپل د انګورو باغ دپاره مزدوران ولټوى. ۲او چې کله يې مزدورانو سره د ورځې مزدورى مقرره کړه نو هغوئ يې کار له ولېږل. ۳بيا کچه غرمه هغه بهر ووتو نو په بازار کښې يې يو څو اوزګار کسان نور وليدل. ۴هغوئ ته يې ووئيل چې ځئ د هغه نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې کار وکړئ او زۀ به تاسو له مناسبه مزدورى درکړم. ۵نو هغوئ لاړل. غرمه او ماسپښين هغه بيا بهر ووتو او هغه شان بندوبست يې وکړو. ۶په مازيګر کښې هغه بيا ووتو او يوه بله ډله يې اوزګاره وليده. نو هغۀ دوئ ته ووئيل چې تاسو ولې ټوله ورځ داسې خوشى ګرځئ او هيڅ کار نۀ کوئ؟ ۷هغوئ ورته ووئيل چې مونږ ته چا د څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ورته ووئيل چې ځئ، تاسو هم د نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې يو ځائ شئ. ۸چې ماښام شو نو د باغ مالِک خپل ناظر ته ووئيل چې مزدوران راوغواړه او د هغوئ مزدورى ورکړه، د وروستۍ ډلې نه يې شروع کړه او په وړومبۍ يې ختمه کړه. ۹چا چې مازيګر کار شروع کړے وو هغوئ ورغلل او ورته يې د پوره ورځې مزدورى ورکړه. ۱۰او چې د وړومبو مزدورانو وار راغے نو د هغوئ دا طمع وه چې څۀ زيات به ورته مِلاو شى، خو هغوئ ته هم هغه څۀ مِلاو شول څومره چې يې نورو له ورکړى وُو. ۱۱هغوئ چې مزدورى واخسته نو د باغ مالِک ته وغورېدل چې ۱۲دې وروستنو خلقو خو يوه ګينټه کار کړے دے او مونږ سره دې يو برابر کړل چا چې ټوله ورځ په سره غرمه د ځانه خولې ويستې دى. ۱۳هغۀ ورته ووئيل، زما ملګريه، ما درسره هيڅ زياتے نۀ دے کړے. تا د ورځې په مزدورۍ راسره فېصله نۀ وه کړې څۀ؟ ۱۴خپله مزدورى واخله او کور ته ځه. دا زما خوښه ده چې وروستنى سړى له هم هغه څۀ ورکړم څۀ چې مې تا له درکړى دى. ۱۵دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟ ۱۶دغه شان وروستنى به اول شى او اول به آخر شى.“

د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ په حقله په درېم ځل پېشګوئې

۱۷عيسىٰ يروشلم ته روان وو او په لاره يې دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ۱۸”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى. ۱۹او غېريهوديانو خلقو ته به يې حواله کړى هغوئ به ورپورې ټوقې وکړى، په کوړو به يې ووهى او په سولۍ به يې وخېژوى، او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“

د يعقوب او يوحنا د مور درخواست

۲۰بيا د زبدى د زامنو مور د خپلو زامنو سره ورغله، په سجده ورته پرېوتله او خواست يې ترې وکړو. ۲۱عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې؟“ هغې ورته ووئيل چې، ”زۀ دا غواړم چې ستا په بادشاهۍ کښې دې زما دواړه زامن ستا په څنګ کښې ناست وى، يو ستا ښى لاس ته او بل ګس لاس ته.“ ۲۲عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟ يا به هغه بپتسمه واخستلے شئ چې به پرې زما بپتسمه کيږى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ ۲۳بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”بې‌شکه کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، دا د هغه چا په برخه دى چې زما پلار ورته مقرر کړى دى.“ ۲۴کله چې هغه نورو لسو مريدانو دا واورېدل نو هغوئ د هغه دوو وروڼو نه خفه شول. ۲۵خو عيسىٰ هغوئ راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو ته پته ده چې په دُنيا کښې د غېر يهودى قومونو حاکمان خپل خلق د قابو لاندې ساتى او د هغوئ اميران په هغوئ خپل رُعب استعمالوى. ۲۶خو په تاسو کښې دې داسې نۀ وى. په تاسو کښې چې څوک مشرى غواړى هغه دې ستاسو خادِم شى ۲۷او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى. ۲۸ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“

د دوو ړندو سړو بينا کول

۲۹کله چې هغوئ د يريحو ښار نه وتل نو ډېر خلق ورپسې روان وُو. ۳۰د لارې په غاړه دوه ړاندۀ ناست وُو. هغوئ چې دا واورېدل چې عيسىٰ په دې لاره تېريږى نو هغوئ چغې کړې، ”اے مالِکه، د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“ ۳۱خلقو هغوئ ورټل او ورته يې ووئيل چې چپ شئ. خو هغوئ لا نورې هم چغې زياتې کړې چې، ”مالِکه، په مونږ رحم وکړه. اے د داؤد زويه.“ ۳۲عيسىٰ ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې ستاسو دپاره وکړم؟“ ۳۳هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ خپل نظر غواړُو.“ ۳۴د عيسىٰ زړۀ پرې وسوزېدو او د هغوئ سترګو له يې لاس وروړو نو سمدستى هغوئ بينا شول او په هغۀ پسې روان شول.