د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

پينځلسم باب

د مشرانو رسمونه

۱بيا د فريسيانو او د شرعې د عالمانو يوه ډله د يروشلم نه عيسىٰ ته راغله او دا تپوس يې ترې وکړو چې ۲”ستا مريدان ولې پخوانى رسمونه ماتوى او دوئ چې څنګه د روټۍ نه وړاندې لاسونه وينځل په کار دى نهٔ وينځى؟“ ۳هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل چې ”دا تاسو څۀ کوئ چې د خپلو رواياتو د خاطره د خُدائ حکم ماتوئ؟ ۴ځکه چې خُدائ فرمائيلى دى چې د خپل مور او پلار عزت کوئ، او هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بد رد وائى هغه دې قتل کړې شى. ۵خو تاسو خلقو ته دا تعليم ورکوئ چې دا ټيک خبره ده چې که څوک خپل مور او پلار ته دا ووائى چې ستا چې څهٔ په کار وُو هغه ما د خُدائ په نامه درکړل، مطلب دا چې ما د خُدائ په نامه درکړل، ۶نو هغه نور د مور او پلار د حق نه بيخى بې غمه شو. نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ حُکمونه منسوخ کوئ . ۷اے مُنافقانو، يشعياه نبى ستاسو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، کله چې هغهٔ وفرمائيل چې ۸دا خلق تش په خولهٔ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډير لرې دى. ۹دوئ بې فائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“

هغه څيزُونه چې انسان پليتوى

۱۰بيا هغهٔ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې ”زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ. ۱۱څهٔ چې په خولهٔ دننه کيږى په هغې يو کس نهٔ پليتږى، خو په هره هغه خبره پليتږى څهٔ چې د هغهٔ د خولې نه راوځى.“ ۱۲بيا مريدان عيسىٰ له راغلل او وې وئيل چې ”تۀ خبر يې چې فريسيانو ستا دا خبرې بدې ګڼلى دى؟“ ۱۳هغۀ جواب ورکړو چې ”هر يو بوټې چې زما آسمانى پلار لګولې نۀ وى هغه به د بيخه وويستلې شى. ۱۴د دوئ پرواه مهٔ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو که چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښوونه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“ ۱۵بيا پطروس ووئيل چې ”مونږ ته دا مِثال تشريح کړه.“ ۱۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو هم لا تر اوسه د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ۱۷ولې تاسو دا نهٔ وينئ چې کوم څيز چې په خولهٔ دننه شى، خيټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟ ۱۸خو چې څهٔ په خولې وئيلې شى هغه د زړۀ نه راوځى او دغه خبرې دى چې انسان پليتوى. ۱۹ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غيبت د زړۀ نه راوزى. ۲۰او دا هغه کارونه دى چې انسان پليتوى، خو په ناوينځلو لاسونو باندې په خوراک کولو، انسان نۀ پليتيږى.“

د کنعانى ښځې عقيده

۲۱بيا عيسىٰ هغه ځائ پريښودو او د صور او د صيدا علاقې ته راغلو ۲۲او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اَے مالِکه، په ما رحم وکړه. اَے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“ ۲۳خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. د هغۀ مريدان راغلل او زارى يې وکړه چې ”دا ښځه لرې کړه ځکه چې په مونږ پسې بې واره چغې وهى.“ ۲۴عيسىٰ جواب ورکړو ”زۀ صرف د بنى اِسرائيل د خاندان د ورکو شوو ګډو دپاره راليږلې شوې يم.“ ۲۵خو هغه ښځه راغله، د دۀ په پښو پريوته او چغې يې کړې، ”مالِکه، زما مدد وکړه.“ ۲۶عيسىٰ په جواب کښې وفرمائيل، ”دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“ ۲۷هغې جواب ورکړو چې ”آو مالِکه، خو بيا سپى هم هغه ټوکړې خورې کومې چې د مالِکانو د دسترخوان نه وغورزيږى.“ ۲۸نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې ”تهٔ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.

د ډيرو خلقو جوړول

۲۹کله چې عيسىٰ د دغه ځايه د ګليل درياب په غاړه روان شو نو هغه بيا غرهٔ ته بره لاړو او هلته کښيناستو ۳۰نو ډير خلق ورته راغلل چې ورسره ګوډيان، ړاندهٔ، شليان، ګونګيان، او نور ډير بيماران وُو. او هغوئ هغه خلق د عيسىٰ پښو ته څملول او هغۀ هغوئ روغ کړل. ۳۱هغه خلق په دې ډير حيران شول چې چاړاګانو خبرې وکړلې، مات ګوډ خلق روغ شول او ګرځيدل او ړاندۀ بينا شول او ټولو په دې د بنى اِسرائيلو د خُدائ لوئى بيان کړه.

څلورو زرو خلقو له روټۍ ورکول

۳۲عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د دريو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بې هوشه شى.“ ۳۳مريدانو جواب ورکړو چې ”په دې خوشى بيابان کښې به دومره خلقو له مونږ روټۍ د کومه راوړو؟“ ۳۴عيسىٰ ورته وفرمائيل چې ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې ”اووۀ روټۍ او يو څو واړۀ کبان.“ ۳۵نو عيسىٰ خلقو ته وفرمائيل چې په زمکه کښينئ. ۳۶نو هغه اُووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو ته يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل. ۳۷ټولو ځانونه ښۀ ماړۀ کړل. او چې څۀ ټوکړې ترې پاتې شوې نو هغه يې راټولې کړلې. هغه دومره وې چې اووۀ غټې ټوکرۍ ترې ډکې شوې. ۳۸د بچو او ښځو نه علاوه څلورو زرو کسانو هغه روټۍ وخوړه. ۳۹هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتئ ته وختلو او د مګدن علاقې ته لاړو.