د هجرت کتاب

دوهم فصل

د حضرت موسیٰ زېږېدنه

۱په همدې وخت کې يو سړي چې د لاوي د قبيلې څخه ؤ د خپلې قبيلې د يوې ښځې سره واده وکړ. ۲هغه ښځه اميدواره شوه او زوی يې پيدا شو. کله چې هغې وليدل چې ماشوم يې ښکلی دی نو هغه يې د دريو مياشتو دپاره پټ وساته. ۳کله چې هغې نور نشو کولی چې هغه ماشوم پټ وساتي، نو د لوخو څخه يې يوه ټوکرۍ جوړه کړه او د قيرو پوښ يې ورته ورکړ. هغې ماشوم په ټوکرۍ کې واچاوه او د نيل د سيند په غاړه يې د لوخو په منځ کې لاهو کړ. ۴د ماشوم خور لږه لېرې ودرېدله چې وګوري په ماشوم باندې څه کيږي.

۵په دې وخت کې د فرعون لور د لمبلو دپاره سيند ته راغله او د هغې وينځې د سيند په غاړه ګرځېدلې. په دې وخت کې هغې د لوخو په منځ کې هغه ټوکرۍ وليدله او يوه ښځه يې ورولېږله چې هغه له اوبو څخه راوباسي. ۶کله چې د فرعون لور ټوکرۍ پرانيستله هغې ماشوم وليد او ورباندې خفه شوه ځکه چې هغه ژړل. هغې وويل: ”دا يو عبرانی ماشوم دی.“

۷يوناڅاپه د ماشوم خور راغله او پوښتنه يې وکړه: ”آيا ته غواړې چې زه لاړه شم او دغه ماشوم ته يوه عبرانۍ ښځه راولم چې تی ورکړي؟“

۸د فرعون لور په ځواب کې وويل: ”هو، لاړه شه.“ نو انجلۍ لاړه او د ماشوم خپله مور يې راوستله. ۹د فرعون لور هغې ښځې ته وويل: ”دا ماشوم واخله او زما دپاره شيدې ورکوه او پالنه يې کوه. زه به تاته پيسې درکوم.“ هغې ماشوم يووړ او د هغه پالنه يې کوله. ۱۰کله چې دا ماشوم لوی شو، نو هغه يې د فرعون لور ته يووړ او هغې لکه د خپل زوی په شان وساته. هغې په دې ماشوم باندې د موسیٰ * نوم کېښود، ځکه چې هغې د ځان سره وويل: ”ما هغه له اوبو څخه راوويست.“

حضرت موسیٰ مديان ته تښتي

۱۱کله چې حضرت موسیٰ لوی شو، هغه د خپل قوم سره د ليدنې کتنې دپاره لاړ. هغه وليدل چې د هغه قوم څومره سخت کار کاوه. هغه يو مصری وليد چې يو عبرانی ورور يې واهه. ۱۲حضرت موسیٰ يو خوا بل خوا وکتل کله چې پوه شو څوک يې نه ويني، نو هغه مصری يې وواژه او په شګه کې يې پټ کړ. ۱۳کله چې حضرت موسیٰ بله ورځ ووت، هغه دوه عبرانيان وليدل چې يو د بل سره يې جګړه کوله. نو حضرت موسیٰ له هغه يو څخه چې ملامت ؤ پوښتنه وکړه: ”ته ولې خپل عبرانی وطندار وهې؟“

۱۴هغه سړي په ځواب کې وويل: ”ته چا زمونږ قاضي او حاکم ټاکلی يې؟ ته غواړې چې ما هم ووژنې لکه څنګه چې دې هغه مصری وواژه؟“ حضرت موسیٰ د دې خبرې په اورېدلو ووېرېده او د ځان سره يې وويل: ”خلک پوه شوي دي چې ما څه کړي دي.“ ۱۵کله چې فرعون د حضرت موسیٰ د کار څخه خبر شو، هغه د حضرت موسیٰ د وژلو هڅه وکړه. مګر هغه د مديان خاورې ته وتښتېده.

يوه ورځ حضرت موسیٰ د کوهي په غاړه ناست ؤ، ۱۶چې د مديان کاهن يترون اوه لورګانې راغلې چې اوبه راوباسي او د خپلې رمې دپاره اخورونه ډک کړي. ۱۷مګر څو شپنو د يترون لورګانې وشړلې. بيا حضرت موسیٰ د هغوی سره د مرستې کولو دپاره ورغی او رمې ته يې اوبه ورکړې. ۱۸کله چې د يترون لورګانې خپل کور ته راستنې شوې، نو پلار يې پوښتنه ورڅخه وکړه: ”تاسو نن دومره وختي ولې راغلئ؟“

۱۹هغوی په ځواب کې وويل: ”يو مصري د شپنو څخه وژغورلو او زمونږ دپاره يې اوبه راوويستلې او رمې ته يې ورکړې.“

۲۰يترون پوښتنه وکړه: ”هغه چېرته دی؟ تاسو ولې هغه هلته پرېښود؟ هغه ته بلنه ورکړئ چې زمونږ سره ډوډۍ وخوري.“

۲۱نو حضرت موسیٰ موافقه وکړه چې د يترون سره پاتې شي او هغه خپله لور صفوره حضرت موسیٰ ته په نکاح ورکړه. ۲۲کله چې د هغې زوی پيدا شو، حضرت موسیٰ وفرمايل: ”زه به د هغه نوم جرشون * کېږدم ځکه چې زه په دې خاوره کې بېګانه يم.“

۲۳وروسته له ډېرو کلونو د مصر پادشاه مړ شو. اسرائيليانو لا د غلامۍ له کبله فريادونه کول او د خدای پاک څخه يې مرسته غوښتله. ۲۴خدای پاک د دوی فرياد واورېده او هغه لوظ يې را په ياد کړ چې د حضرت ابراهيم، حضرت اسحاق او حضرت يعقوب سره يې کړی ؤ، ۲۵ځکه چې خدای پاک وليدل چې د هغه په قوم باندې څه تېريږي. نو هغه ورباندې ډېر اندېښمن شو.