د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

دويم باب

نذرانې پېش کول

۱د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيتُ لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمر ښاتۀ طرف نه د ستورو علم لرونکى راغلل ۲او وئيل يې چې، ”هغه د يهُوديانو بادشاه کيدونکې ماشوم چې پېدا شوې دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورې په راختو ليدلې دے او هغۀ ته سجده کولو له راغلى يُو.“ ۳هيروديس بادشاه او د يروشلم ټول خلق په دې اوريدو سره پرېشانه شول. ۴هغۀ د يهُوديانو ټول مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوبلل او د هغوئ نه يې دا تپوس وکړو چې، ”مسيح به چرته پېدا کيږى؟“ ۵هغوئ ووئيل چې، ”د يهوديه په بيتُ لحم کښې.“ او هغوئ د هغې پېشګويۍ حواله ورکړه چې په کښې د نبى په وسيله ليکلې شوى دى چې، ۶”اَے د يهوداه د زمکې بيتُ لحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“ ۷هيروديس بيا د ستورو علم لرونکى په پرده کښې راوبلل او د ستورى د راختو وخت يې ترې معلوم کړو. ۸هغۀ بيا دوئ بيتُ لحم ته وليږل او ورته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ او د هغه ماشوم په باره کښې پوره پوره تلاش وکړئ، او چې يې بيامومئ نو ما خبر کړئ چې زۀ هم ورشم او ورته سجده وکړم.“ ۹د بادشاه په حُکم هغوئ روان شول او هغه ستورې چې دوئ په راختو ليدلې وو د دوئ په وړاندې روان وو او آخر په هغه ځائ ودريدو چرته چې ماشوم پروت وو. ۱۰هغوئ د ستورى په ليدو ډير زيات خوشحاله شول. ۱۱کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غيږ کښې وليدو او ورته په سجده پريوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويئ دپاره لوبان او د مُر چيړ وُو. ۱۲خُدائ هغوئ ته په خوب کښې دا خبردارې ورکړو چې هيروديس بادشاه له واپس مه ځئ، نو هغوئ بيا په بله لار خپل مُلک ته واپس شول.

مِصر ته هِجرت کول

۱۳کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې ووئيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“ ۱۴نو يوسف د خوبه بيدار شو او شپه په شپه يې ماشوم او د هغۀ مور مِصر ته بوتلل، ۱۵او هلته د هيروديس تر مرګه پورې ايسار وو. دا د خُدائ هغه وينا پوره کول وُو چې هغۀ د نبى په وسيله فرمائيلى وُو چې، ”ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.“

د ماشومانو قتل

۱۶هر کله چې هيروديس د ستورو علم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيتُ لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. د ستورو علم لرونکو د وينا په مطابق هغهٔ دا د وخت اندازه لګولې وه. ۱۷دغه رنګ هغه پېشګوئې چې د يرمياه پېغمبر په وسيله شوې وه پوره شوه چې، ۱۸”په راما کښې د چغو آواز واوريدلې شو، د لوئ ماتم او ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو ژړا کوى، هيڅ قسم تسلې نهٔ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان مړهٔ شوى دى.“

د مِصر نه واپسى

۱۹نو د هيروديس د مرګ نه وروستو، د خُدائ فرښته په مِصر کښې يوسف ته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرئيل چې، ۲۰”پاڅه! ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او د دوئ سره د بنى اِسرائيلو مُلک ته لاړ شه، ځکه چې د چا نه چې د دې ماشوم سر ته خطره وه هغه مړ شوې دے.“ ۲۱نو هغه پاڅيدو، ماشوم او مور يې د ځان سره روان کړل او د بنى اِسرائيلو مُلک ته راغلل. ۲۲خو کله چې يوسف دا واوريدل چې د خپل پلار هيروديس په ځائ ارخلاوس د يهوديه بادشاه شوې دے، نو هلته د تللو نه وويريدو. نو کله چې بيا په خوب کښې ورته دا خبردارې ورکړې شو نو هغه د ګليل علاقې ته لاړو، ۲۳هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ديره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلې شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلې شى.“